1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو د پارلماني ټاکنو پر مهال د سړکونو د بندولو ګواښ کړی

۱۳۹۷ مهر ۲۷, جمعه

طالبان غواړي چې په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو په ورځ د ټول هیواد په کچه لوی او واړه سړکونه د خلکو پر مخ وتړي. دا خبره نوموړې تندلارې ډلې د جمعې په ورځ کړې ده.

Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

طالبانو د جمعې په ورځ اعلان کړی دی چې جنګیالي به یې سبا د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۰ نیټه) د پارلماني ټاکنو پر مهال په افغانستان کې ټولې لویې او وړې لارې د خلکو پر مخ وتړي. دغې ډلې په عين وخت کې پر ټولو افغانانو غږ کړی دی چې د ټاکنو په ورځ دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د اکتوبر میاشتې په پیل کې هم طالبانو اعلان کړی وو چې د ټاکنو د مخنیوي له پاره به هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي. دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ له ټولو ښوونکو او زده کوونکو څخه غوښتي وو چې که غواړي زیان ورته ونه رسیږي، نو اجازه دې نه ورکوي چې د دوی له ښوونځیو څخه دې د ټاکنیزو مرکزونو په توګه استفاده وشي.

د پنجشنبې په ورځ دوی ټولو روحانیونو او قومي مشرانو ته پيغام ورکړ چې د ټولو ټاکنیزو فعالیتونو مخه ونیسي، ځکه په خبره یې انتخابات ګناه او جرم دی.

افغانان به وروسته له څه د پاسه دریو کلونو ځنډ څخه د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نیټه) یو نوی پارلمان وټاکي. تر ۲۵۰۰ ډیرو نوماندانو د پارلمان د ۲۵۰ څوکیو له پاره ځانونه کاندیدان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي چارواکي د ټاکنو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایې چې د پارلماني ټاکنو د امنیت له پاره یې څه د پاسه ۵۰ زره امنیتي ځواکونو ګمارلي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب