1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پاکستان له پاره خپل نوی استازی معرفي کړ

۱۴۰۰ آبان ۷, جمعه

د طالبانو حکومت په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارتي چارو د مخته وړلو له پاره خپل یو استازی دغه هیواد ته استولی دی. دغه خبره د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي کړې ده.

Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
د آرشیف انځورانځور: Stringer/REUTERS

رويټرز خبري آژانس لیکلي دي چې د طالبانو حکومت په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت له پاره احمد شکيب معرفي کړي دی.

د طالبانو يوې لوړپوړې سرچينې ويلي دي چې شکيب به د رسمي سفير په نوم نه، بلکې په سفارت کې به د ويزو د صادرولو او نورو چارو په برخه کې مرسته وکړي.

دا واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته لومړنی استازی دی چې له هیواده بهر یې يوه هیواد ته استوي.

سربیره پر دې طالبانو د پاکستان د کويټې او پيښور په ښارونو کې د افغانستان د کونسل ګريو د چارو د مخته وړلو له پاره هم خپل دوه چارواکي معرفي کړي دي.

دغه اقدام داسې وخت کيږي چې پاکستان لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي چې رويټرز يې نوم نه دی ښودلی، دغه آژانس ته وويل: «موږ پوهيږو چې پاکستان لا تر اوسه موږ د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه يوو پيژندلي، خو موږ دغه اقدامات خلکو ته د سهولتونو برابرولو له پاره وکړل.»

اسلام آباد په سملاسي توګه د طالبانو د دغه اقدام په اړه څه نه دي ويلي.

رويټرز زیاتوي چې د افغانستان د کورنيو او بهرنيو چارو په وزارتونو کې د طالبانو دوو نورو چارواکو هم دغه خبر ورته تائيد کړی او زیاته کړې ېې ده چې دغه شان اقدامات د قطر او متحده عربي اماراتو له پاره هم شوي دي.

افغانستان په اسلام آباد کې لا د تیر حکومت په ورستيو کې خپل سفير نه درلود. د اشرف غني په مشرۍ پخواني حکومت له اسلام آباد څخه خپل سفیر وروسته له هغې ور وغوښت چې په جولای مياشت کې افغان حکومت ادعا وکړه چې د افغان سفير لور د اسلام ښار په مربوطاتو کې وتښتول شوه او بیا تر څو ساعتونو او شکنجې وروسته بیرته خوشې کړل شوه.

ر./م.ک.ص./ن.ز.