طالبانو د پسرلنيو عملیاتو پیل اعلان کړ
۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سهشنبهد اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې رسنیو ته په یوه استول شوي برېښنا لیک کې دغو زورپالونکو ویلې دي چې پسرلني عملیات یې د سه شنبې په ورځ (د۲۰۱۶ کال د اپریل په ۱۲مه) د سهار په پنځو بجو پیل شوي.
یاغیانو دا بریدونه «عمري عملیات» نومولي دي چې ویل کیږي دغه نوم د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر، په ویاړ ټاکل شوی دی.
وینا پاڼه وايي چې د سږ کال په عملیاتو کې به ځانمرگي بریدونه، قتلونه او نور تاکتیکونه چې هدف یې د «دښمن» د معنویاتو کمزوري کول دي، شامل وي. همداشان وړاندې ویل شوي دي چې د دوی تر کنترول لاندې سیمو کې به «د ښې حکومتولۍ له پاره میکانیزم رامنځ ته شي، څو خلک په امنیت او عادي حالت کې ژوند وکولای شي.»
طالب یاغیان د ځینو ولایتونو لیرې پرتې ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې لري او تیر کال یې د درو ورځو له پاره د کندز ښار نیولی وو.
طالبانو په خپله دغه وینا پاڼه کې دا هم ویلي دي چې د ملکي کسانو د وژلو او همداشان ملکي زیربناوو د ویجاړولو د مخنیوي هڅه به وکړي.
د ملگرو ملتونو د وینا له مخې په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې تر ۱۱۰۰۰ زیات ملکي کسان وژل او یا هم ټپیان شوي دي.
د نوموړي خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې په تیر کال کې د ملا عمر د مړیني د خبر تر افشا کیدو وروسته د طالبانو په منځ کې درز رامنځ ته شوی دی.