1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پوهنې د وزیر په ګډون ځيني چارواکي بدل کړي

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د طالبانو مشر پرون د سه شنبې په ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره د وزیرانو او والیانو په ګډون یو شمیر چارواکي بدل کړي دي. ‌په بدل شویو چارواکو کې د طالبانو د پوهنې وزیر هم شامل دی.

Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټري پیغام کې د طالبانو د رهبر مولوي هبت الله اخندزاده فرمان خپور کړی چې له مخې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې د والیانو، ‌امنیه قوماندانانو او ځينو نورو برخو کې تغیرات اعلان شوي دي.

‌د دې فرمان له مخې، ‌د طالبانو د پوهنې وزیر نورالله منیر له وزارت څخه لیرې او د کندهار ولایت د ولایتي شورا مشر ټاکل شوی دی. ‌د فرمان له مخې د کندهار ولایت د ولایتي شورا مشر مولوي حبیب الله اغا د طالبانو د پوهنې د نوي سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوي‌ دي. ‌طالبانو په کابینه کې د تغیراتو د دلیل په هکله جزئیات نه دي خپاره کړي.‌

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته، ‌د پوهنې وزارت تل د رسنیو او عامو افغانانو د توجه په مرکز کې وو. طالبانو د خپل واک په نیږدې یو کلنه موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز وضع کړی دی چې له کبله یې په کور دننه او بهر د پراخو غبرګونونو سبب ګرځیدلی دی.طالبان: تر دې وروسته به وسله وال ښوونځیو ته نه ننوځي

‌د طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانسیتلو پر ژمنو سربیره تر اوسه پورې یاد ښوونځي تړلي‌ دي. ‌طالبانو په دې وروستیو کې ویلي دي چې د نجونو د متوسطه ښوونځیو د بیا پرانیستو پر پروګرام باندې کار روان دی خو د دقیق وخت او میکانیزم په هکله یې څه نه دي‌ ویلي.‌

خوست: د نجونو د تعلیم له پاره کور په کور گښت

02:34

This browser does not support the video element.

دا هم په داسې حال کې ده چې طالبانو او یو شمیر دپلوماتیکو سرچینو رویترز خبري اژانس ته ویلي دي ‌چې تیره اوونۍ د طالبانو ډېرو وزیرانو او چارواکو په کندهار ولایت کې د مولوي هبت الله اخندزاده په مشرۍ د کابینې غونډه کړې. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې غونډې په هکله د رویترز خبري ‌آژانس پوښتنو ته لا هم ځواب ویلی نه دی.‌

د سه شنبې ورځې په فرمان کې راغلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تامنیاتي چارو مخکینی معین محمد محسن هاشمي به د پنجشیر ولایت د والي په توګه دنده ترسره کوي. ‌طالبان دغه بدلون داسې مهال راولي چې د مقاومت جبهې په نامه د طالبانو وسله والې مخالفې ډلې ویلي دي ‌چې په پنجشیر ولایت کې یې پوځي عملیات او له طالبانو سره جګړه ادامه لري.

طالبانو تیره اوونۍ ویلي ول چې په پنجشیر ولایت کې یې تر ۴۰ ډېر وسله وال مخالفین وژلي او ډېر نور یې نیولي ‌دي او په ځواب کې یې مقاومت جبهې هم طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې وه.‌

آژانسونه / خ.ح / ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل