1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د کندهار د خونړۍ پيښي د غچ اخیستو اعلان کړی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

په کندهار کي د یوه امریکايي عسکر له خوا د ۱۶ ملکي خلکو تر وژلو وروسته، طالبانو د غچ اخیستلو اعلان کړی دئ. دوی خپل په انترنت پاڼه کي لیکلي دي چي امریکايي ترهگر غواړي د هغي پیښي په اړه بخښنه وغواړي چي په هغه کي ئې دغه سرتېری روحي مریض بللی دئ.

په انترنيت پاڼه کي زياته سوې ده چي طالبان به له دوی څخه خپل غچ واخلي او عاملان به ئې په سزا ورسوي. د افغانستان پارلمان هم دغه پېښه په کلکه غندلې ده او د برید کوونکی پر ضد ئې د یوې علني محکمې غوښتنه کړې ده.

د پارلمان وکیلانو تېرو پېښو ته په کتو سره وویل چي د امریکایانو له خوا د دغه ډول پېښو په مقابل کي، د افغان اولس صبر او حوصله نوره پای ته رسېدلې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب