د کندهار د والي ويان صمیم خپلواک د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۲۵مه) دويچه ويله ته وویل چي دغه پېښه تیره شپه د یادی ولسوالۍ د «اندړانو» په سیمه کي رامنځته سوې ده.
د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي تير سوی پوخ سړک دغه ولايت له روزگان سره نښلوي. د خپلواک په قول د یاد سړک په خرابۍ سره موټروانان او مسافر له ستونزو سره مخامخ سوي دي.
د کندهار چارواکي وايي چي د يادي ولسوالۍ ولسوال اوس د سيمه ايزو خلکو په مرسته په هغو کسانو پسې لټون پيل کړی چي په دغه ويجاړي کي لاس لري.
خو پوښتنه دا ده چي وسله وال طالبان څرنگه وتوانېدل، څو د دغه سړک چي په اوږو کي ئې امنيتي پوستې هم سته يو کيلومتر برخه په تراکتورانو ويجاړه کړي؟ د سيمي خلکو ولي پر وخت امنيتي ځواکونو ته خبر نه ورکاوه؟
د کندهار ولايت وياند وايي چي ولسوال د کلي له خلکو سره په مشوره عملیات پيل کړي کړي او خلکو هم ژمنه کړې ده، چي هرهغه څوک به ترلاس نیسي، چي ټولګټو پروژو ته تاوان رسوي.
کندهاريان دغه ډول کړني غندي. دوی وايي، سړکونه، پلچکان، ښوونځي، مدرسې او نور ټولګټي ودانۍ او پروژې د ولس له پاره دي.
یاد سړک په داسي حال کي قصدا تخریبیږي چي څه موده مخکي په هلمند ولایت کي هم د وسله والو مخالفینو له خوا زیاته اندازه سړک ويجاړ سو.
نور مطالب
خلک د کندهار له خرابو سړکونو سر ټکوي
د کندهار ښار او يو شمير ولسواليو ته غزېدلي سړکونه خراب او د موټرو د تګ راتګ جوګه نه دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د دغو سړکونو پر جوړولو باندې ډیرې پېسې مصرف شوې دي.
انځور: DW/I. Spesalaiد کندهار ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د دغه ولایت زيات شمير سړکونه د بې کيفيتۍ له امله ډیر ژر خراب شوي دي او اوس په کې تگ راتگ ستونزمن شوی دی. هغوی زیاتوی چې په کندهار کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي یو لامل د دغه سړکونو خرابوالی دی.
انځور: DW/I. Spesalaiپه افغانستان کې په وروستیو لسو کلونو کې ډیرې پېسې د سړکونو پر جوړولو باندې مصرف شوې دي، خو په ځینو مواردو کې د بې کیفیته موادو د کارولو له کبله ډیر ژر دغه سړکونه له منځه تللي دي.
انځور: DW/A. Sharifدغه کندهاریان وایي چې په دې اړه یې خپلې غوښتنې د کندهار ښاروالۍ، د ټولګټو رياست او نورو دولتي څانګو ته وړاندې کړې دي، خو تر اوسه پورې د دغه سړکونو د ترمیمولو په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.
انځور: DW/I. Spesalaiدا په داسې حال کې ده چې د کندهار ښاروالۍ چارواکي هم دا خبره مني چي اوس د کندهار ښار او یو شمیر ولسوالیو ته غځیدلي سړکونه په ښه وضعیت کې نه دي، خو هغوی وایي چې په نوي کال کې یې د زړو سړوکونو ترميم او نوو سړکونو جوړل په کاري پروگرام کې شامل دي.
انځور: DW/I. Spesalaiد کندهار ښاروالۍ مرستيال محمد نسيم رضايي، وايي چې دوى سړکونو د ترمیم په برخه کې منظم پلانونه لري. هغه وایي چې په کندهار ښار کې د لویو موټر ډیر تگ راتگ، د سړکونو خرابیدو لامل شوي دي. د ښاغلي رضایي په خبره د کندهار ښار سړکونه د عادي موټرو د تګ راتګ له پاره جوړ شوي دي او له همدې کبله لوی موټر دغه سړکونه له منځه وړي.
انځور: DWدا په داسې حال کې ده چې د کندهار د ټولګټو ریاست مشر عبدالمحمد احسان، په ښار کې د ډیرو درنو بارلرونکو موټرو د تګ راتګ خبره نه مني او ادعا کوي چې د ښار په دخولي دروازو کي د دغه شان موټرو د کنترول له پاره مسلکي کسان په کار گومارل شوي دي. نوموړی وایي چې ریاست یې هيڅکله داسې دروند بار لرونکو موټرو کندهار ښار ته د ننوتو اجازه نه ورکوي چې تر خپلې کچې زيات بار په کې ځاى پر ځاى شوى وي.
انځور: DW/I. Spesalaiد کندهار ښاريان په داسې حال کې له بې کيفيته سړکونو څخه شکايت کوي چي څه موده وړاندې د کندهار ولايتي شورا هم ويلي وو چې له دې وروسته به دغه اداره په کندهار کې د ټولو بيارغنيزو پروژو څارنه کوي.
انځور: DW/I. Spesalai