«طالبانو د کندوز خان آباد ولسوالي ونيوله»
۱۳۹۵ مرداد ۳۰, شنبه د افغانستان د شمالي ولايت کندوز يو چارواکي و اسوشيېټډ پرېس خبري آژانس ته ويلي چي وسله والو طالبانو د دغه ولايت په شمال ختيځ کي يوه ولسوالي نيولې ده.
د کندوز ولايت د امنيه قومندانۍ وياند محمد الله بهيج د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۰مه نېټه) وويل چي وسله والو ياغيانو له بيلو اړخونو څخه د خان آباد پر ولسوالي بريدونه پېل کړل. دغه وياند وويل چي طالبانو د ولسوالي پر مرکز حملې وکړې.
د محمد الله بهيج په وينا افغان امنيتي ځواکونه پلان لري چي د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو له پاره عمليات تر سره کړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې خبري پخلی کړی دی چي وسله والو يې د خان آباد ټوله ولسوالي تر خپل کنټرول لاندي راوستلې ده. د مجاهد په وينا هغوی د دغي ولسوالۍ د نيولو سره يو شمېر وسلې او پوځي نقليه وسيلې هم په لاس راوړي دي.
د افغانستان د حکومت وسله والو مخاليفينو طالبانو تېر کال د کندوز ولايت مرکز په بشپړه توګه نيول ؤ، چي وروسته د جوابي عملياتو په ترڅ کي هغوی بېرته له دغه مرکز څخه ايستل سوي ول.
د کندوز ولايت د ولسوالۍ د نيول کېدو خبر په داسي وخت کي ورکول کيږي چي د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کي د څو اونيو راهيسي د طالبانو سره سخته جګړه روانه ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.09.2015):