1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ۱۱ تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي

۱۴۰۳ آذر ۲۲, پنجشنبه

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نن په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د یولسو خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

طالبانو د ۱۱ تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي
طالبانو د ۱۱ تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړيانځور: Wakil KOHSAR/AFP

د طالبانوحکومت د لوړو زده کړو وزارت نن په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د یولسو خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

دا اعلامیه کې چې د پنجشنبې پر ورځ خپره شوې ویل شوي، چې په غزني کې یې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کې د ابونصر، په بادغیس کې د حنظله او حکمت، په تخار کې د فجرستان، په کندز کې د نمر، په بغلان کې د رویان او قدس، په بلخ کې د سادات، په سمنګان کې د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه شوي دي.

ایا طالبانو ته د ښځو روغتیا هم مهمه نه ده؟

33:10

This browser does not support the video element.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبره چې د یادو تحصیلي موسسو د تړلو لامل؛ علمي، تدریسي او اداري اصولو ته نه ژمنتیا، د خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو درلودل، د اصولو مطابق د رهبرۍ او اداري کارکوونکو نه درلودل، د صنفونو حاضرۍ او ازموینو شقو نه درلودل او یا یې هم له اصولو سره سم نه برابرول، د اړینو تدریسي امکاناتو او یو لړ نورو مکررو سرغړونو شتون و.

په دې اعلامیه کې وړاندې راغلې دي چې دا د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د شورا پریکړه ده او د دې موسسو مسوولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

له روغتیايي زده کړو د پاتې شویو افغان مېرمنو ناهیلي

02:56

This browser does not support the video element.

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب