1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: راډيويي خپرونو ته د نجونو پر ټيلفوني اړيکو بندیز

۱۴۰۲ اسفند ۶, یکشنبه

د افغانستان د اوسنیو حاکمانو پولیسو په خوست ولایت کې پر راډيوګانو او تلویزیونو بندیز لګولی چې د نجونو ټيلفوني اړيکې دي نه ځوابوي. د رسنیو د څار یو سازمان په خبره پولیسو تور پورې کړی چې «دغه رسنۍ اخلاقي فسادو ته لمن وهي».

Afghanistan Taliban Medien
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د افغانستان د خبريالانو مرکز (AFJC) د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د فبروري ۲۵نېټه) وویل چې د رسنیو چارواکو ته خبرداری ورکړل شوی چې سرغړونکو سره به د قانون مطابق چلند کیږي.

دغه مرکز وايي په دې ارتباط د پولیسو په یو لیک کې ځېنې خصوصي راډیوګانو باندې تور لګول شوی چې «د روزنیزو خپرونو څخه په ناوړه استفادې سره اخلاقي فساد ترويجوي». په دې ارتباط پر ټولنیزې رسنۍ اکس یو مکتوب چې د طالبانو رسمي نښې نښانې، مهر او لاسلیک لري خپور او لاس په لاس کيږي.

دغه مکتوب چې ظاهرا په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د جنايي پولیسو څانګې له خوا خپور شوی په یوه برخه کې ېې راغلي:«په همدغه ولایت کې د ځینو راډیوګانو څخه اخلاقي فساد ته لمن وهل کیږي.» په دغه مکتوب کې زیاته شوې چې د تعلیمي او ټولنیزو خپرونو په نوم، نجونې د خپرونو مسئولینو سره ټيلفوني نامشروع اړيکي نیسي.»

د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز وايي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو په بندېدوسره، رسنۍ مخ په دېريدونکي توګه تعلیمي خپرونې خپروي.

سرچېنه زیاتوي، یو شمېر ځایي منابعو ورته ويلي دي چې ځينې ځايي رسنۍ له رسمي نصابه بهر درسي کتابونو څخه استفاده کوي او بیا هغه په لوړه بیه خرڅوي.

د رسنيو څخه د څار دغه سازمان په خبره، دا وخت په خوست ولایت کې ۱۵ راډیوګانې او ۳ تلویزیونونه فعالیت کوي.

 mks/aa/ (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل