1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو فاریاب او غور کې شپږ کسان په درو وهلي دي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې فاریاب ولایت کې یې څلور کسان د ناروا اړیکو په تور په درو وهلي دي. سرچینې له غور ولایت څخه هم د خلکو تر مخه د یوې مېرمنې او نارینه په درو وهل تائیدوي.

Konflikt in Afghanistan
انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

افغانستان کې د طالبانو د محاکمو په امر تورنو کسانو ته په صحرايي ډول سزا ورکول دوم لري. د طالبانو سترې محکمې د شنبې پر ورځ یوې خبر پاڼې کې خبر ورکړی، چې د فاریاب ولایت د محاکمو د پرېکړې له مخې، دغې ولایت کې څلور کسان د »زنا او لواطت« په تور د خلکو تر مخه په درو ووهل شول.

د طالبانو محکمې ویلي، هر تورن ۲۹ او ۳۰ درې وهل شوی دی. همدا راز، غور کې ځايي سرچینې مني، چې دغې ولایت کې هم یوه مېرمن او سړی د ناروا اړیکو او اخلاقي فساد په تور  فیروزکوه د لوبو په سټډیوم کې هر کس ۳۹ درې ووهل شو. ویل شوي، وهل شوې مېرمنې په شپږ میاشتې او نارینه په یو کال بند هم محکوم شوي دي.

طالبانو پر افغانستان خپلې لومړۍ واکمنۍ کې هم خلکو ته عام محضر کې سزا ورکوله.انځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

افغانستان کې له کوره د نجونو او مېرمنو تېښته کورنیو ته سپکاوی ګڼل کېږي او ډېر کله د کورنیو له لوري د سزا وړ ګرځي. اوس طالبانو دا چاره جرم ګڼلی او تښتېدونکیو ته سزا ورکوي. طالبان وايي، په درو وهل او د خلکو تر مخه  اعدامول د»اسلامي شریعت« د جزا د قانون له مخې پلي کوي.

دا وړ سزاګانې نړیوالې ټولنې غندلي؛ خو طالبانو تېرو دوو کلونو کې د خپل مشر د فرمان مطابق په عام محضر کې په درو د خلکو وهل او اعدام ترسره کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل