1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له ازبکستان څخه د چورلکو د بیرته ورسپارلو غوښتنه کړې

۱۴۰۳ شهریور ۶, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د افغانستان د پخواني پوځ د څرخي الوتکو په هکله له ازبکستان سره د امریکا د موافقې مخالفت کړی دی. متحده ایالاتو او ازبکستان موافقه کړې ده چې د پخواني پوځ الوتکې دې په ازبکستان کې پاتې شي.

Afghanistan |  Kandahar: Reparatur russischern MI-17 Helikopter
د طالبانو ادارې د افغانستان د پخواني پوځ د څرخي الوتکو په هکله له ازبکستان سره د امریکا د نوې موافقې مخالفت کړی دیانځور: Christine-Felice Röhrs/dpa/picture alliance

رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو او ازبکستان چارواکي د هغو څرخي الوتکو په هکله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پر مهال ازبکستان ته انتقال شوې وو، موافقې ته رسیدلي دي.

د «kun.uz» انلاین رسنۍ په ازبکستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر جاناتان هنیک، په نقل لیکلي دي: «دغه څرخي الوتکې به په ازبکستان کې باقي پاتې شي» د متحده ایالاتو سفیر ویلي دي چې دواړه خواوې د یوه ګډ پروګرام د عملي کولو په حال کې دي.

هنیک دغې رسنۍ ته ویلي دي: «دغه وسایط هیڅکله هم د افغانانو نه وو، بلکې امریکایي دي. د افغانستان پوځ ترې استفاده کوله، خو تل یي موږ مالکان وو.»

د طالبانو ادارې د افغانستان د پخواني پوځ د څرخي الوتکو په هکله له ازبکستان سره د امریکا د نوې موافقې مخالفت کړی دی او هغه یې د نه منلو وړ بللی دی.

ایا افغانستان کې پخواني افغان سرتیري خوندي دي؟

31:05

This browser does not support the video element.

شنونکي په دې اړه څه نظر لري؟

د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې چې د سه شبنې په ورځ خپره شوې راغلي دي: «په ازبکستان کې د افغانستان د چورلکو او الوتکو د برخلیک په هکله هر ډول معامله د منلو وړ نه ده» په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې متحده ایالات د «افغانستان د خلکو د مالونو د تحفه کولو او مصادره کولو حق نه لري.»

د سیاسي چارو شنونکي غوث جانباز په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «په دې اړه باید څو ټکو ته اشاره وشي، اول دا چې متحده ایالات د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني او نه هم ورسره سیاسي راشه درشه لري، له بلې خوا امریکا په دې نظر ده چې دا د متحده ایالاتو شتمني ده او هر هغه چاته چې دوی یې وغواړي ورکوي یې. همدارنګه زه فکر نه کوم چې دغه هیوادونه دې له دغو الوتکو او چورلکو څخه د خپلو نظامي او امنیتي مسايلو په تړاو فعاله ګټه پورته کړي او کله چې په افغانستان کې مشروع او مسئول حکومت رامنځته شي، نو د دې موضوع حل به هم په معقوله توګه وسنجول شي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د پخواني پوځ ویاند جنرال اجمل عمر شینواري دویچه ویله ته په دې اړه وویل: «کومې وسلې او تجهیزات چې د افغانستان پوځ پورې مربوط وو هغه د وسله وال پوځ د مختلفو ارګانونو پورې سجل شوي وو، یعنې رسماً جمع او قید یي درلود، نو په دې اساس هغه زموږ ملي پانګه ده او هیڅ هیواد او لوری واک نه لري چې زموږ د ملي شتمنیو په هکله پریکړې وکړي او یا یي چاته ډالۍ کړي. خو دلته لویه تشه دا ده چې زموږ په هیواد کې یو مشروع نظام چې هغه جمهوریت وو شتون نه لري دغه حکومت نه داخلي او نه هم خارجي مشروعیت لري او دغه لویه ستونزه د دې سبب کیږي چې زموږ دغه ملي پانګه نهو بلکې ډیري ملي پانګې متاسفانه تالا شي او هم به نورو باندې وویشل شي.»

که څه هم طالبانو مخکې له دې هم د دغو څرخي الوتکو بیرته افغانستان ته د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو ازبکستان د طالبانو غوښتنې ته مثبت ځواب نه وو ورکړی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب