طالبانو له اسحق ډار سره د متقي د ۶ ټلیفوني اړیکو ادعا رد کړه
۱۴۰۴ آبان ۱۴, چهارشنبه
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزير مرستيال اسحق ډار، د سې شنبې په ورځ ویلي دي چې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په یوه ورځ کې شپږ ځله له هغه سره ټلیفوني اړیکه نیولې ده.
د دغه رپوټ په حواله، اسحق ډار، ویلي دي چې په دغو ټلیفوني اړیکو کې«ما افغان وزیر ته وویل چې: موږ یوازی یو شی غواړو، هغه دا چې د افغانستان له خاورې څخه باید د پاکستان پرضد کار وانه خیستل سي.»
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد، د ایکس پر شبکې باندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسحق ډار دغه ادعا له حقیقت څخه لیري وبلله. هغه زیاته کړې ده چې په اصل کې د دواړو خواوو ترمنځ لومړنۍ ټلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همږغۍ په چوکاټ کې رامنځته سوې وه.
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې په دغو خبرو اترو کې اسحق ډار ویلي دي چې له وضعیت څخه په بشپړه توگه خبر نه دی او پس له بشپړې خبرتیا وروسته به اړیکه ونیسي.
اړوند:د طالبانو څلور کلنه واکمني: د پاکستان او طالبانو ستونزمنې اړيکې
د هغه په خبره، پر همدې اساس دوهمه مکالمه هم ترسره سوه او له هغې څخه یوه ورځ وروسته، اسحق ډار هڅه کړې ده چې اړیکه برقراره کړي، خو د بیلابیلو دلایلو له امله اړیکه برقراره نه سوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینگار کړی دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ پر متقابل درناوي او د حقایقو پر اساس تعامل باندې ولاړ دی. حافظ ضیا احمد ویلي دي چې «دا ډول ناسمې څرگندونې د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ډیپلوماټیک تعامل له روحیې سره په ټکرکې دي.»
د پاکستان د تحریک طالبان پرسر شخړه
اسلام آباد د طالبانو اداره، پوځي ملیشو په ځانگړې توگه د پاکستان تحریک طالبانو ته په پناه ورکولو تورنوي. او ادعا کوي چې دغه ملیشې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پرضد بریدونه ترسره کوي.
په کابل کې د طالبانو ادارې نوموړي تورونه رد کړي او د اکتوبر پر ۱۹ یې د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه بللې ده.
د اکتوبر میاشتې له مرگونو نښتو وروسته دواړو خواوو د قطر او ترکیې په منځگړیتوب په دوحه کې پر اوربند توافق وکړ.
اړوند:مجاهد: د استانبول مذاکرات پای ته ورسېدل پر نورو مسائیلو به په راتلونکو غونډو کې خبرې کيږي
له هغه وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې څو ورځني مذاکرات ترسره سول.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دریم پړاو به سبا پنجشنبه د نوومبر پرشپږمه په استانبول کې ترسره سي.
د رپوټونو له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې د استخباراتو د رئیس ملا عبدالحق وثیق، په مشري د طالبانو مذاکراتي هیئت، نن چهارشنبه له پاکستان سره د مذاکرې له پاره ترکیې ته ځي.