طالبانو د غيرقانوني وتلو د هڅې په تور ۲۰۲ تنه نیولي دي
۱۴۰۴ مهر ۲۱, دوشنبه
د افغانستان په لویدیځ زون کې د طالبانو د ادارې د ۲۰۷ قول اردو د معلوماتو له مخې، له سرحد څخه د غیرقانوني تیریدلو د هڅې په تور ۲۰۲ تنه نیول سوي دي.
د طالبانو د ادارې نوموړې قول اردو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۱۳ مه) د ایکس پر شبکې د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي دي چې د نهمې سرحدي لوا، د اوم کشفي او استخباراتي کنډک ځواکونو، ایران ته له سرحد څخه د غیرقانوني اوښتو د هڅې په تور ۲۰۲ تنه نیولي دي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړي کسان د یوې اونۍ په ترڅ کې نیول سوي دي. د طالبانو دغه پوځي واحد ویلي نه دي چې له نیول سویو کسانو سره به څه ډول چلند وسي او هغوی به له څه ډول برخلیک سره مخامخ سي.
له اخراجونو سره سره گاونډیو هیوادونو ته د سفر اراده
ایران څو لسیزې د په میلیونونو افغان مهاجرو کوربه و. خو دغه هیواد د روان کال له پیل راهیسې د بې اسناده مهاجرو اخراج شدید کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سنبلې د میاشتې د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې، څه د پاسه یو میلیون او ۲۰۰ زره افغان مهاجرو دغه هیواد پرې ایښی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې لا هم شاوخوا دوه میلیونه افغان مهاجر چې قانوني اسناد نه لري، په ایران کې اوسیږي چې د پلان له مخې به یې اخراجونه ادامه پیدا کړي.
په داسې حال کې چې له ایرانه اخراجونه ادامه لري، ځیني بیرته ستنیدونکي افغانان بیا د غیر قانوني او خطرناکو لارو څخه، ددغه هیواد د دوباره پرېښودلو تصمیم نیسي. اقتصادي بحران، بیکاري او پراخه بې وزلي د افغانانو د کډواله کیدو اصلي دلایل شمیرل کیږي.
د ایران د داخلي رسنیو د رپوټونو له مخې، په دا وروستیو کې د ایران د خراسان رضوي د سرحدي گارډ قوماندان اعلان وکړ چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د ورته وخت په پرتله، ایران ته د افغان اتباعو غیرقانوني ننوتل دوه برابره سوي دي. هغه ویلي دي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان په سرحد کې د غیرقانوني کسانو د داخلیدو او نیول کیدو، له ۴۰ زره څخه ډېرې پیښې ثبتې سوې دي.
ایران په اوس وخت کې د سرحد د تړل کیدو پلان عملي کوي. د ایران د کورنیو چارو د وزیر په وینا، د سرحد بشپړ تړل کیدل، هیواد ته د بهرنیانو د غیرقانوني ننوتلو او د مخدره موادو له قاچاق سره په مبارزه کې مهم رول لوبوي.