1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له افغانستان سره د نړيوالو مرستي وستايلې

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

طالبانو د نړيوالي ټولني له خوا له افغانستان سره د په سونو ميليونو ډالرو مرستي مننه کړې او له امريکا متحده ايالاتو څخه يې غوښتي دي چي په راتلونکې کي د معاملاتو په برخه کې خپل «لوی زړه» وښيي.

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د سه شنبې په ورځ په يوه خبره کنفرانس کي وويل چي طالبان به مرسته سوي پيسې عاقلانه مصرف او له دغو مرستو څخه به د فقر له لږولو په برخه کي کار واخلي.

د طالبانو دغه څرګندوني يوه ورځ وروسته له هغه کيږي چي ملګرو ملتونو اعلان وکړ چي د دوشنبې په ورځ په ژنيو کي د افغانستان په اړه کنفرانس ګډونوالو له افغانستان سره د ۱،۲ ميلياردو ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

متقي وويل: «اسلامي امارت به هڅه وکړي چي دغه مرستي په شفافه توګه اړمنو خلکو ته ورسيږي.»

هغه دغه راز له واشنګټن څخه وغوښتل چي له طالبانو څخه له دې کبله مننه وکړي چي له افغانستان څخه يې د خپلو ځواکونو ايستل بشپړ کړل او تر ۱۲۰ زره ډېر انسانان وباسي.

متقي زياته کړه: «امريکا يو ستر هيواد دی، هغوی بايد لوی زړه ولري.»

هغه ډاډ ورکړ چي ترهګرو ډلو ته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پرضد بيا وکارول سي.

کله چي له هغه څخه د انتخاباتو د ترسره کولو د امکان په اړه وپوښتل سول، له نورو هيوادونو څخه يې وغوښتل چي د افغانستان په کورنيو مسايلو کي مداخله ونه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل