«طالبانو له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي»
۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعهد رویټرز د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کیدو وروسته دا لومړۍ ناسته ده چې تر سره کیږي.
د چهارشنبې په ورځ د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوی اسلام آباد ته تللی وو او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي وو. په دغه ملاقات کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی، مشر هم حضور درلود.
د پاکستان یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «طالبانو له زلمي خلیلزاد سره ملاقات کړي... ټول هغه څه چې زه یې تاسو ته ویلی شم دا دي چې پاکستان په دې کې ستر نقش لوبولی دی چې هغوی دې ته قانع کړي چې دا د سولې د پروسې له پاره څومره مهم وو.»
یوې بلې سرچینې هم چې نوم یې نه دی اخیستل شوی دغه ملاقات تائید کړی دی.
دواړو سرچینو ویلي دي چې دغه ملاقات له یوه ساعته زیات وخت ونیو او پکښې رسمي مذاکرات شامل نه وو، خو د دې پر ځای د دواړو لورو تر منځ د باور فضا رامنځ ته کولو غونډه وه.