1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له پاکستانه د زرونو کانټينرونو خوشې کولو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ آبان ۲۳, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ له پاکستانه وغوښتل چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په زرونو درول شوي کانټينرونه خوشي کړي. یو طالب چارواکي وويل چې د دغو کانټينرونو په منځ کې مالونه د خرابېدو په حال کې دي.

د آرشیف انځور - د پاکستان کراچۍ ښار سويل ته په شاوخوا ۷۰۰ کيلومترۍ کې پروت په ګوادر بندر کې پر کانټينرونو بار کشتۍ
د آرشیف انځور - د پاکستان کراچۍ ښار سويل ته په شاوخوا ۷۰۰ کيلومترۍ کې پروت په ګوادر بندر کې پر کانټينرونو بار کشتۍانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د کراچۍ په بندر کې افغانستان پورې اړوند د وارداتي مالونو دغه کانټينرونه له هغه وخت راهيسي درول شوي چې پاکستاند نړېوالو مالونو پر انتقالاتو فشارونه ډېر کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د موقت حکومت د بهرنيو چارو وزير، جلیل عباس جیلاني سره یوه غونډه درلوده. عزيزي په دغه غونډه کې له جيلاني غوښتي چې پاکستان دې دغه کانټينرونه خوشي کړي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه اعلامیه کې ويلي چې د سه شنبې ورځې په دغه غونډه کې «پر ترانزيتي ستونزو او د دواړو هېوادونو تر منځ شته ننګونو» په هکله خبرې شوي دي.

طالب چارواکي وايي چې په کراچۍ بندر کې تر ۳۰۰۰ ډېر کانټينرونه درول شوي او پاکستان ېې د لا ډېر محصول او ټکس غوښتنه کوي.

په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ يوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په سلونو کانټينرونه له څو مياشتو راهيسې او یو شمېر نور بیا له څه باندې یو کال راهیسې درول شوي دي.» دغه چارواکي زیاته کړه چې د کانټينرونو په منځ کې مالونه خرابيږي چې له کبله ېې افغان سوداګر درانه زيانونه زغمي.

د آرشیف انځور، چمن - د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله یو پاکستانی عسکر د افغانانو اسنادونه ګوريانځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

پاکستاني چارواکي هم استدلال کوي چې د ټکسونو له اړخه ېې په ميليونونو ډالر له لاسه ورکړي دي. د دوی په وینا له بندرونو څخه ېې افغانستان ته مالونه له محصول پرته استول کيږي چې بيا د سرحدونو په اوږدو کې بېرته قاچاق کیږي.

افغان سفارت همدارنګه وايي چې د عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان او ازبيکستان هېوادونو له پلاو سره په یوه درې اړخېزه غونډه کې ګډون کړی دی.

دغه سفارت پر ایکس شبکې ليکلي: «په دغه غونډه کې د افغان ترانس اورګاډي پټلۍ پروژې پر راتلونکو پړاونو، درې اړخيزه سوداګرۍ او ترانزيت، د سيمه یز اتصال پر وړاندې شته ستونزو او اړوند موضوع ګانو بحث وشو.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د کابل او اسلام آباد تر منځ په رامنځ ته شوو ګڼو جنجالي مسائيلو کې یوه هم د سوداګرۍ موضوع ده. په دغه موده کې د افغانستان او پاکستان پر پولو د دواړو خواو پوله ساتونکو پر يو بل څو ځله ډزې هم کړي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ ېې سوداګرو ته هم زیانونه رسيدلي دي.

 (AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل