طالبانو نیول سوې بریتانیایي جوړه آزاده کړه
۱۴۰۴ شهریور ۲۸, جمعه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقادر بلخی، د جمعې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۱۹ مه) د ایکس پر شبکې د یوه پوست په خپرولو سره د يادي جوړې له آزادیدو څخه خبر ورکړ.
پیتر او باربی رینولدز څه د پاسه اوه میاشتې د نامعلومو تورونو له امله د طالبانو په زندان کي ول.
د نیول کیدو علت څه ؤ؟
بلخي په دغه پوست کې ویلي دي چې دغه دواړه بریتانیايي اتباع چې« د افغانستان له قوانینو څخه یې سرغړونه کړې وه، له قضايی پروسې وروسته له زندان څخه آزاده سوه» خو هغه واضح نه کړه چې پر دغې جوړې لگول سوي تورونه په دقیق ډول څه وو.
د ۸۰ کلن او ۷۵ کلن پیتر او باربی رینولدز دوسیې د طالبانو د اقداماتو په هکله د لویدیځ اندیښنې روښانه کړې.
پس له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اگست کې واک ترلاسه کړ، میرمن او ښاغلی رینولدز چې ۱۸ کاله یې په افغانستان کې ژوند کړی، او د بامیانوپه ولایت کې یې د زده کړې یو مرکز اداره کاوه، پریکړه وکړه چې په افغانستان کې پاته سي.
اړوند:طالبان: د نیول سوې بریتانیايي جوړې دوسیه به ژر حل سي
خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی چې قطر ددغو دوو تنو بریتانیايي اتباعو په خلاصون کې مرسته کړې ده.
د بریتانيا صدراعظم کییر ستارمر، د دغې جوړې د آزادیدو په برخه کې د قطر په تیره بیا ددغه هیواد د امیر تمیم بن حمد ال ثاني له «سیاسي نقش» څخه مننه وکړه.
یوه ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې رسوا سي، ویلي دي چې نوموړې جوړې د جمعې په ورځ افغانستان پرېښود.
باربی رینولدز د کابل په هوايی ډگر کې، الوتکې ته له سپریدو مخکې وویل چې هغه او خاوند به یې که «وکولای سي» بیرته افغانستان ته ستانه سي. هغې زیاته کړه چې دوی «د افغانستان اتباع» دي، خو اوس د «خپلو اولادونو او کورنۍ لیدو ته» لیواله یو.
د افغانستان په چارو کې د بریتانیې خاص استازي ریچارد لیندسی، د سکای نیوز شبکې ته وویل چې «هغوی کورته د بیرته ستندیو له امله ډیر خوشحاله دي.»
د روغتیايي وضعیت په هکله اندیښنه
ددغې زړې جوړې د کورنۍ غړو په وار وار سره د هغوی د آزادیدو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وه چې له هغوی سره بدچلند سوی او د نامعلومو تورنو له امله بندیان سوي دي. د طالبانو ادارې د بدچلن په هکله تورونه رد کړي، خو د هغوی د بندیگرت د علت په هکله یې څه نه دي ویلي.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په جولای میاشت کې خبرداری ورکړ چې ددغې جوړې جسمي او رواني حالت مخ پر خرابیدو دی او هغوی له نه جبران کیدونکي ناروغۍ له خطر او حتی مرگ سره مخامخ دي.