1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وزارتونو ته: ښځې بايد د حجاب اصول پلي کړي

۱۴۰۰ اسفند ۳, سه‌شنبه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر چارواکو وزارتونو او نورو دولتي ارګانونو ته لارښوونه کړې ده چې ښځينه کارکوونکي یې بايد حجاب وکړي. دا ډول احکامات تر اوسه اتو دولتي ادارو ته جاري کړل شوي دي.

Afghanistan | Taliban Kämpfer stoppen eine Demonstration für Frauenrechte in Kabul
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د وياند صادق عاکف مهاجر له خوا په دې اړه د دوشنبې په ورځ په جاري کړل شوې یوه اعلاميه کې همدا راز وزارتونو ته لارښوونه شوې ده چې هغه ښځې چې پوړنې  یې نه وي پر سر کړی، دولتي ادارو ته له داخليدو منع کړي.

په دې اعلاميه کې همدا راز زياته شوې چې د حجاب له اصول څخه سرغړونکې میرمنې دې له دندو ګوښه کړل شي.

پر دې سربیره دولتي ادارو ته لارښوونه شوې ده چې خپلو ښځينه او نارينه کارکوونکو ته جلا دفترونه او همدا راز نارينه وو کارکوونکو ته د کار په ځای کې په جماعت سره د لمونځ د ادا کولو زمينه برابره کړي.

همدا راز ويل شوي چې کم سنه او هغه نارينه وو استخداميدل منع دي چې ږيره ونه لري.

په دولتي ادارو کې د ښځو له پاره د حجاب د اجباري کولو تر دې لارښوونې څه موده وړاندې ټکسي چلوونکو ته هم ويل شوي ول چې ښځې دې له محرم پرته په موټر کې نه کښينوي. همدا راز دا لارښوونه هم ورته شوې وه چې هغه ښځې دې چې حجاب یې نه وي کړی نه پورته کوي.

تېره مياشت د طالبانو د امر بالعمروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو د دوکانونو مخې او پر تبليغاتي لوحو داسې پوسترونه لګولي ول چې له ښځو څخه پکې د حجاب کولو غوښتنه شوې ده. دغه پوسترونه حجاب او برقعه ښکاره کوي.

په دې وروستیو کې هغه افغان ميرمنې چې د طالبانو د دې ډول محدوديتونو پر ضد مظاهرې کوي، ګواښل شوي او ځیني یې نيول شوې وې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل