د طالبانو لخوا د ملا عمر د قبر د ښکاره کېدو اقدام، په پنجشير کې د احمدشاه مسعود د قبر د تېږې ماتولو تر ادعا یوه ورځ وروسته کیږي.
په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو تر يرغل او د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته، د ملا عمر د روغتیا او د اوسېدو ځاي په اړه ډېرې ګونګسې کېدلې، بلاخره د ۲۰۱۵م کال په اپریل کې طالبانو اعلان وکړ چې هغه دوه کاله مخکې مړ شوی دی.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د يکشنبې په ورځ د نومبر ۶مه، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې يو شمیر طالب مشران د زابل ولایت سوري ولسوالۍ ته نژدې د عمرزو سېمې ته د ملا عمر قبر ته د زيارت کولو له پاره ورغلي ول.
طالبانو د ملا عمر د ادعا شوي پټنځای انځورونو خپاره کړي
د ملا عمر قبر ولې پټ وو؟
طالبان شل کاله وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي قواوو او د هغوی د متحدينو له وتلو سره سم بېرته پر دغه هیواد واکمن شول. مجاهد وويل: «دا چې په دغه موده کې شاوخوا ته ډیر دښمنان ول او هیواد هم اشغال شوی وو، د قبر د تخریب د مخنیوی له پاره دغه موضوع پټه ساتل شوې وه.»
د ملاعمر مرگ د ناټو د عملیاتو په سبب پټ ساتل سوی وو
هغه زیاته کړه چې د قبر په اړه «یوازې د هغه [ملا عمر] د کورنۍ يو شمیر نژدې غړي خبر ول.»
د طالب چارواکو له خوا په خپرو شوو انځورونو کې د طالبانو مشران ښکاري چې یو ساده قبر ته ولاړ دي. له قبر څخه له خښتو جوړ یو ټيټ دېوال راتاو او سپين رنګ ورکړل شوي. ټول قبر په یوه شنه فلزي پنجره کې راچاپير شوی دی.
«ملا عمر د امریکایانو اډې ته نزدې اوسېده»
ذبیح الله مجاهد وويل: «اوس پرېکړه شوې چې د مقبرې څخه د خلکو د کتنې له پاره هيڅ ستونزه نشته.»
طالبانو څو میاشتې مخکې د ملا عمر موټر هم چې په زابل ولایت کې تر خاورو لاندې پټ کړل شوی وو، راوښکلی وو.
ملا عمر د طالبانو د تحريک بنسټګر
ملا عمر چې د مړينې پر وخت ېې عمر شاوخوا ۵۵ کاله وو، په ۱۹۹۳ کې ېې د افغانستان په کندهار ولایت کې د طالبانو د تحریک بنسټ کېښود. دا هغه وخت وو چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د شاوخوا ېوې لسیزې اشغال وروسته وتلي وو او دننه په هیواد کې د کورنیو جګړو اور بل وو. طالبانو د وخت په تېريدو سره ډيرې سېمې ونېولې او بلاخره په ۱۹۹۶ کې واک ته ورسېدل چې تر ۲۰۰۱ پورې ېې ادامه درولوده.
وثيق: طالبان به د ملا عمر د وخت قوت بيا تر لاسه نه کړي
طالبانو هغه وخت د ملا عمر په مشرۍ يو لړ سخت اسلامي قواعد نافذ کړل، چې له مخې يې ښځې له عامه ژوند څخه حذف او د اعدام او دورو وهلو په ګډون ېې سخت عامه مجازارت معرفي کړل.
د احمد شاه مسعود قبر
د ملا عمر قبر يوه ورځ وروسته له هغې ښودل کيږي چې په پنجشیر کې د طالبانو ځايي چارواکو هغه رپوټونه ردکړل چې هلته د پخواني جهادي قوماندان، احمدشاه مسعود، د قبر تیږي ماتې کړل شوې ده. مجاهد په دې اړه ويلي وو که چېرته دغه خبره واقعیت ولري نو عاملان به ېې «مجازات» شي.
یوناما: په پنجشېر کي د بندیانو وژنه کره ښکاري
مجاهد خبریالانو ته وويل چې هيڅ څوک مړو ته د توهين کولو حق نه لري. هغه وويل: «موږ مخکې هغه کسان چې دغه ډول کړنې ېې ترسره کړې وې، مجازات کړي دي.» هغه زیاته کړه، «دغې موضوع په اړه به تحقیقات او لازم اقدامات ترسره شي.»
احمد شاه مسعود د طالبانو په لومړنۍ دوره کې د طالبانو خلاف هم جنګېده او پنجشير یوه له هغو سیمو څخه وه چې طالبانو په خپله لومړنۍ دوره کې د ډيرو جګړو باوجود نېولې نه وه.
د آرشیف انځور - پنجشیر، ځايي طالب چارواکي هغه رپوټونه ردوي چې ګواکې د احمد شاه مسعود د قبر تيږه ماته کړل شوې دهانځور: Social media/REUTERS د پنجشير اوسيدونکي څه وايي؟
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې ليکي چې د احمد شاه مسعود د قبر ساتنه، د تیرکال په اګست کې د طالبانو د بياواکمنېدو راهيسې، د طالب جنګياليو له ترسره کيږي.
«د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی پنجشیر ته تللی»
د پنجشير اوسیدونکي وايي چې دغه ولایت ته د طالبانو د یوې نوې قطعې په راتلو سره د احمد شاه مسعود د قبر يوه تيږده تخريب شوې ده. د فرانسې خبري آژانس وايي په دې اړه يوه وېډېو چې د رېښتينولۍ تائيد ېې کېدلی نشي، هم د ځايي رسنيو او په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.
افغان ویتنس: طالبانو تیره میاشت په پنجشیر کې ۲۷ کسان وژلي
خو د سېمې يوه اوسيدونکي یاد آژانس ته وويل: «پېښه پنجشير ته د نوو ځواکونو تر داخليدو وروسته وشوه. له هلمند او کندهار څخه راغلو نوو ځواکونو د ملي اتل د قبر تيږه تخریب کړه.»
طالبانو د قبر د تخريب خبره رد کړې ده
په پنجشير ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس، نصرالله ملک زاده، بيا احمد شاه مسعود د قبر د تيږې ماتولو ادعا رد کړه او ېوه وېډیو ېې خپره کړې چې پکې د قبر تيږه روغه ښودل کیږي. خو په دغه ويډيو کې ټول ساختمان نه ښودل کيږي، په ځانګړې توګه د قبر هغه برخه چې په اصلي ويډيو کې تخریب شوې ښکاري.
یوناما: په پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه اندېښمن یوو
ملکزاده خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د مقبرې ساختمان ته د انځور اخیستلو له پاره داخل شي.
آ/م.ک.ص./ب.ص.
دلته له آرشیف څخه يو انځوریز البوم هم کتلۍ شئ (13.08.2022 ):
د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې
د ۲۰۲۱م کال د اګست ۱۵مه، هغه ورځ چې طالبان کابل ته ننوتل او د ا فغانستان پخوانی جمهوري نظام ونړید. د انځورونو په دې ګالري کې د افغانستان اړوند مهمې سیاسې پیښې را ټولې شوي، داسې پیښې چې د افغانستان برخلیک ورسره بدل شو. انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې ۲۹مه د امریکا د هغه مهال ولسمشر دونالد ترمپ ادارې په دوحه کې له طالبانو سره توافق لاسلیک کړ چې پکې امریکا د همدې کال د مې تر لومړۍ د خپلو عسکرو د وتلو ژمنه کړې وه. په تړون کې طالبانو پر امریکا د نه برید ژمنه کړې وه خو پر افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونو ته شدت ورکړی و.
انځور: AFP/G. Cacace د ۲۰۲۱م کال د اپریل ۱۴مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ماموریت عملي کوي. بایډن په دې ورځ وویل چې په افغانستان کې پاتې دوه نیم تر درې نیم زره امریکايي عسکر به د سپتمبر میاشتې په ۱۱مه افغانستان ترک کړي څو د امریکا تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورسیږي.
انځور: Wali Sabawoon/AP/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د مې او اګست میاشتې طالبانو په دې میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونو ته شدت ورکړی وو او یو شمیر سیمې یې نیولې وې. په ولایتونو کې ولسوالۍ په ولسوالۍ سقوط روان دی او په ځینو پیښو کې ولسوالۍ پرته له جګړې طالبانو ته سپارل کیږي. د اګست میاشتې په نیمايي کې طالبانو د ځینو سترو ښارونو په شمول نیږدې ټول افغانستان تر ولکې لاندې راوستی وو.
انځور: Getty Images/AFP د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر وتلو وروسته، طالبان کابل ته ننوځي او په لنډ وخت کې په ارګ کې د طالبانو انځورونه خپریږي. په دې ورځ د افغانستان ۲۰ کلن جمهوري نظام سقوط شو او طالبان تر ۲۰ کلنې جګړې وروسته یو ځل بیا واک ته ورسیدل.
انځور: Zabi Karim/AP/picture alliance واک ته د طالبانو د رسیدو په دوهمه ورځ زرګونه افغانانو د کابل پر هوايي ډګر هجوم وکړ تر څو له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې وایستل شي. په دې ورځو کې د کابل په هوايي ډګر د خلکو بیروبار هر څه ګډوډ کړي وو. د تخلیې پرمهال د معلوماتو له مخې لږ تر لږه دوه کسان له الوتکې را ولویدل.
انځور: LANCE CPL. NICHOLAS GUEVARA/UPI/imago images د طالبانو په لومړني خبري کنفرانس کې د طالبانو ویاند د پخوانیو پوځیانو د عفوې خبره وکړه او ویې ویل چې طالبان به شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار په مخ کې خنډ جوړ نه کړي. طالبانو تر اوسه هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نه ده ورکړې.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images له کابله د تخلیې د ماموریت پرمهال داعش ډلې د خلکو په منځ کې چاودنه وکړه چې پکې ۱۳ امریکايي پوځیان او لږ تر لږه ۶۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. څو ورځې وروسته بیا امریکا په کابل کې پر یوه کور برید وکړ. امریکا په لومړیو کې پر داعش د برید خبر ورکړی وو خو بیا وروسته معلومه شوه چې په برید کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکیان وژل شوي وو.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان پانګې کنګل شوې چې له امله یې په افغانستان کې بانکي نظام له ستونزو سره مخامخ شو او افغانان د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ شول. په دې میاشت کې امریکا او ګڼ شمیر هیوادونو له افغانستان سره خپل مالي تعهدات هم ودرول.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر میاشت په افغانستان کې طالبانو د ښوونځیو په پرانیستلو اقدام وکړ خو نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړې اجازه ورکړل شوې. د افغانستان پوهنتونونو کې هم د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا شول او په دې ترڅ کې ګڼ شمیر د پوهنتون استادان هم له هیواده ووتل.
انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS واک ته ترسیدو وروسته طالبانو د خپلې سرپرستې کابینې د جوړولو اعلان وکړ چې پکې یوازې د طالبانو څیرې او نارینه پکې موجود ول. طالبانو هغه مهال ویلي ول چې په حکومت کې به ټول شموله وي خو لا هم طالبانو خپله دغه ژمنه نه ده پوره کړې.
انځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په خرابیدو د نړیوالو له لوري مرسته شوي توکي په الوتکو کې افغانستان ته رسیږي. ملګرو ملتونو د بشري ناورین خبرداری ورکړی او له نړۍ د میلیونونو ډالرو د مرستې غوښتنه کوي. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخامخ دي او د مرستو د نه رسیدو په صورت کې به بشري ناورین رامنځ ته شي.
انځور: Ali Khara/REUTERS د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۵مه د یوې میاشتې په تیریدو په افغانستا کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې خراب شوی دی او په دې ورځو کې د هغو کسانو شمیر چې د خوراکي موادو له شدید کمښت سره مخامخ دي دوه برابره شوی او ان ۲۲،۸ میلیونه ته لوړ شوی دی. ملګري ملتونو ویلي ول چې له دې ډلې شاوخوا نهه میلیونه خلک له بیړني وضعیت سره مخامخ دي چې پکې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان هم شامل دي. ملګري ملتونو په همدې وخت کې د خوارځواکۍ د ډیریدو خبرداری ورکوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ ۱۱مه نیټه د امریکا ولسمشر جوبایدن د یوه فرمان په لاسلیک کولو د افغانستان د ټولو تقريبا ۷ میلیارده کنګل شویو ډالرو نیمايي برخه راګرځوي. په دې ورځو کې په امریکا کې په دغو پیسو د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې د قربانانو دعوا روانه ده. امریکا وویل چې د کنګل شویو پیسو نیمايي دې د افغانستان د بشري وضعیت د کنترول له پاره وکارول شي او له هغه وخت راهیسې امریکا او طالبانو د یادو پیسو پر آزادولو مذاکرات کوي.
انځور: Evan Vucci/AP/picture alliance د نجونو د ښوونځو تر پرانیستل کیدو سمدلاسه وروسته طالبانو د ښوونځیو د بیرته تړلو امر وکړ او له شپږم ټولګې پورته نجونې یې ښوونځي ته له تګه بیرته را وګرځولې. ښوونځیو ته رسیدلو نجونو ته وویل شول چې بیرته کورونو ته ولاړې شي. پر طالبانو تر نن ورځې پورې د نجونو د ښوونځیو د بندولو په برخه کې انتقادونه کیږي.
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images د ۲۰۲۲م کال د مارچ ۳۰مه نیټه په دې میاشت کې په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې کړکیچن شوی وو او د شمیرو له مخې په دې وخت کې د فقر کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې وه. په ۲۰۲۰ م کال کې په افغانستان کې فقر د افغانستان د ټول نفوس نیمايي برخې ته رسیدلی وو. ملګرو ملتونو په دې ورځو کې د لا ډیرو مرستو غږ وکړ او د بشري ناورین دوامداره خبرداري ورکوي.
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance د ۲۰۲۲م کال د مې میاشتې ۷مه د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یوه فرمان په صادرولو سره په ټولو عامه ځایونو کې د بشپړ حجاب مراعتولو امر وکړ. طالبانو همدا راز له میرمنو وغوښتل چې یوازې د اړتیا په صورت کې دې له کورونو را وځي. د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه هم را وپاریدل.
انځور: Javed Tanveer/AFP د ۲۰۲۲م کال د جون ۲۲مه نیټه په دې ورځ د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونه یوې شدیدې زلزلې وځپل چې پکې تر ۱۱۰۰ ډیر کسان ووژل شول او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل. په دې وخت کې طالبان هم د مرستو رسولو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او پر نړیوالو یې د مرستو غږ وکړ.
انځور: AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۲م کال د جولای ۳۱مه نیټه امریکا متحده ایالاتو د کابل په زړه کېد یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ. امریکايي چارواکو پر طالبانو الظواهري ته د پناه ورکولو تور پورې کړ او طالبانو یې بیا په ځواب کې ویلي چې د طالبانو مشران په افغانستان کې د الظواهري له شتونه بې خبره وو او د یادې پیښې په هکله یې د پلټتنو خبر ورکړی، داسې چې تر اوسه یې جزئیات نه دي خپاره شوي.
انځور: B. K. Bangash/AP Photo/picture alliance د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance