1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ولې د ژورناليستانو فدراسیون د کنفرانس مخه نیولې؟

امید دیدار
۱۴۰۰ بهمن ۸, جمعه

د چهارشنبې په ورځ د ژورناليستانو فدراسیون په نوم یوې ټولنې په کابل کې د خبریالانو پر ستونزو او شته ننګونو یو کنفرانس رابللی وو، چې د دغې ټولنې د غړو په وینا، طالبانو یې مخه ونیوله او دوی یې دې کار ته نه دي پریښي.

Afghanistan | Journalisten
آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د خبریالانو فدراسیون ویاند مسرور لطفي دویچه ويله ته وویل، څو ورځې مخکې د ژورناليستانو فدراسیون چې تر لسو ډېرې ټولنې پکې شاملې دي، وپتیېله چې د خبریالانو او رسنیو پر ستونزو او شته ننګونو یو کنفرانس جوړ کړي؛ خو طالبانو یې په نامالوم دلیل مخه ونیوله او د ده په شمول یې ځینې خبریالان «تحقیر» کړل.

دی وآيي، پلان و، چې کنفرانس د چهارشنبې په ورځ جوړ شي؛ خو طالبانو «له مختلفو ادرسونو ځینو کسانو سره تماس نیولی او د کنفرانس د لغو کولو یې ورته ویلي ول؛ خو دوی بیا هم کنفرانس ورغوښت؛ خو په سهار کې د کنفرانس ساحه طالب جنګیالیو محاصره کړې وه او کنفرانس لغو شو».

مسرور لطفي وايي، طالبانو ورته همدومره ویلي چې تر دویم امر دې صبر وکړي؛ خو تر اوسه د کنفرانس د مخنیوي په کره دلایلو نه دي پوه شوي.

د ژورناليستانو فدراسیون دا ویاند وايي چې که حالات همداسې وي او طالبان د خبریالانو، رسنيو او د دوی د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي؛ نو د ده په ټکو «ډېر ژر به له افغانستان څخه د بیان د ازادۍ ټغر ټول شي...»

کابل پریس کلب هم په یوې خبرپاڼې کې د طالبانو دا کړنه غندلې او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د رسنیو ازادۍ ته ژمن و اوسي، څو خلک او حکومتونه «خپل مخ پکې وګوري».

کابل پریس کلب د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې لیکلي: «پرېس کلب په دې باور دى چې ښه حکومتونه مسلکي رسنۍ او خبریالان ساتي او هغوى نه مجبوروي، څو هېواد پرېږدي او یا هم رسنۍ وتړي. کابل پرېس کلب پر ټولو کورنیو او نړېوالو رسنیزو بنسټونو غږ کوي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، څو خبریالان او رسنۍ پرېږدي چې په ازاده توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي...»

دغه راز، کابل پریس کلب پر ټولو رسنیو غږ کړی چې د طالبانو د دا شان کړنو مقابل کې ودرېږي او طالبان پرېنږدي چې د رسنیو پر وړاندې د دوی په ټکو، دا وړ «نامسلکي» اقدامات وکړي.

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحادیې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو پرونۍ کړنه اندېښمنونکې ګڼلې او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د رسنیو ازادۍ په اړه کړې ژمنې دې عملي کړي.

دغې ټولنې لیکلي: «د امارت مسئولین که هرڅو نړیوالو غونډو کې د رسنیو ارزښت ته ځان قایله ښيي؛ خو په داخل کې هغسې نه دي او یوه خبري غونډه چې د ټولو خبریالانو او رسنیو حق دی د دوی په فشار لغوه کېږي، د اندېښنې وړ ده.»

په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو او د طالبانو له راتلو سره ګڼې رسنۍ تړل شوي او پر رسنیو د بېلابېلو محدودیتونو پر لګولو سربېره پر خبریالانو د زورزیاتي رپوټونه ورکول کېږي.

اطلاعاتو ته کم لاسرسی هم هغه لویه ستونزه ده، چې خبریالان ترې کړېږي.

خبریالان وايي چې که څه هم طالبان په ښکاره ډول له دوی سره د ښې همکارۍ ډاډ ورکوي او د بیان ازادۍ ته ژمنتیا ښيي؛ خو د دغې ډلي د وینا او کړنې تر منځ لوی واټن شته.

په کابل کې خبریال رحمت الله سخاورز دویچه ويله ته وویل، که څه هم طالبان له خبریالانو سره د مالوماتو شریکولو او د دوی په کارونو کې د مداخلې نه کولو ژمنې کوي؛ خو په حقیقت کې دوی د خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه لګولي او د خبریالانو اړیکو او پوښتنو ته ځواب نه لري.

همدا څو ورځې مخکې د زاهد صمدزي په نوم یو خبریال د طالبانو له لوري د پاسپورت په ریاست کې وهل شوی دی. نوموړي دویچه وله سره په مرکه کې وویل: «د طالبانو له خلکو سره ډېره بده رویه کوله، ما د خبریالۍ د کارت په ښودلو سره له هغوی وپوښتل ولې داسې رویه کوئ، خو هغوی زه د پاسپورت د رئیس په مخکې سخت ووهلم او بې عزته یې کړم. که هر څو ورته ما وویل زه خبریال یم؛ خو کیسه کې مې نه وو. دا ډېر سخت حالت دی...».

د بخښنې نړیوال سازمان او په کابل کې د یوناما دفتر هم په افغانستان کې د خبریالانو پر اوسني حالت او د طالبانو له لوري د ژورناليستانو فدراسیون د چهارشنبې ورځې کنفرانس پر مخنیوي اندېښنه ښودلې ده.

طالب ویاندویانو بیا د خبریالانو د فدراسیون کنفرانس مخنیوی رد کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستیال او د طالبانو د حکومت ویاند ذبېح الله مجاهد بیا پر خپل رسمي ټویټر د ژورناليستانو فدراسیون کنفرانس موخه د «دویم» فدراسیون اعلان یاد کړی او لیکلي یې دي چې «په داسې حال کې چې په هيواد کې د رسنیو یو فدراسیون فعال دی، د دویم اعلان مناسب ګام نه بولو.»

مجاهد ویلي دي چې هغه رسنۍ چې د فعالیت جوازونه یې پای شوي باید ژر تر ژره خپل جوازونه تمدید او بیا خپل فعالیت پیل کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ډېري رسنۍ تړل شوي او ځینو یې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل