1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پارکونو ته د ښځو په تگ بندیز لگولی

امید دیدار
۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

افغانستان کې طالبانو یوه تازه پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به مېرمنې هېڅ ډول تفریح ځایونو ته نه شي تللی. د ځینو پارکونو خاوندان هم وايي چې ورته ویل شوي، چې پارکونو ته د ښځو پر ورتگ «مطلق» بندیز لګول شوی دی.

Afghanistan Kabul | Frauen und Männer im Vergnügungspark
انځور: Hussein Malla/AP/picture alliance

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې پر ښځو بېلابېل بندیزونه لګولي دي او د دغو بندیزونو لمن ورځ تر بلې پراخیږي. اوس د طالبانو حکومت پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به تفریح ځایونو یا پارکونو ته مېرمنې د تګ اجازه ونه لري.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر دویچه ویله ته ومنله، چې پارکونو او نورو تفریح ځایونو ته د مېرمنو پر ورتګ یې بندیز لګولی دی.

نوموړي وویل چې د دوی د حکومت له پیل راهیسې دوی هڅه وکړه چې د مېرمنو له پاره د ده په ټکو، مصئون چاپېریال رامنځته کړي او یا یې له نارینه‌وو پارکونو ته د ورتگ ورځې جلا کړي؛ خو په وینا یې، پرېکړې یې عملي نه شوې او له همدې امله دوی اړ شول چې دا بندیز ولګوي.

د ښخو پر وړاندې ورڅ تر بلې د طالبانو د بندیزو لمن مخ په پراخیدو دهانځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

هغه وویل:«د تېرو پنځلسو میاشتو په جریان کې موږ هڅه وکړه، چې د خویندو له پاره د تفریح مصئون چاپېریال برابر کړو، ان د ورځو د بېلوالي مو ورته وویل، خو نه مراعت کېدله. دمګړۍ داسې پرېکړه شوې ده، چې دوی به تفریح ځایونو ته نه ځي.»

افغان نجونې اوښکې تويوي؛ نړيوال دې ښوونځيو خلاصولو ته متحد شي

نوموړي وویل چې د اوس له پاره یې دا پرېکړه کړې او راتلونکي کې به یې نور جزئیات وروسته شریک کړي.

وړاندې طالبانو حکومت پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو ورځې جلا کړې وې؛ خو د دوی په ټکو، هغه بېلتون نه دی عملي شوی.

کابل کې د دولتي پارکونو او سیل ځایونو سربېره یو شمېر نادولتي پارکونه هم شته، چې خلک سیل او تفریح ته ورځي او دغه پارکونه خاوندانو ته د عاید سرچینه ده؛ خو هغوی اوس د طالبانو پر تازه‌ پرېکړې خواشیني دي.

طالبانو د پسه د خصیې (بېضې) پلور او پخول منع کړل

کابل کې د یوه شخصي مشهور پارک مرستیال د خپل او پارک نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو له لوري ورته ویل شوي، چې پارکونو ته د مېرمنو پر ورتلو «مطلق» بندیز لګول شوی او دوی نه شي کولی، چې مېرمنو ته د دننه کېدو اجازه ورکړي.

هغه وویل:«د امرباالمعروف وزارت ورته امر کړی، چې له دې وروسته په مطلق ډول ښځې بندې دي او تاسې نه شئ کولی ښځو ته اجازه ورکړئ. هو دا کار شوی. کله چې موږ دا خبر پر خپل فیسبوک خپور کړ، زموږ فیسبوک پاڼه وتړل شوه. اوس هڅه کوو هغه بېرته تر لاسه کړو.»

مېرمنې وايي، دغه ډله د ښځو پر وړاندې نامناسب دریځ لري او له ښوونځیو وروسته پارکونو ته د مېرمنو په ورتګ بندیز یې ښکاره کوي، چې دغه ډله له افغانې ټولنې د مېرمنو حذف کول غواړي.

بېنېټ: افغانستان کې بشري سرغړونې بې ساري دي

لیکوالې او شاعرې محدثې سندرې دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو دا تازه پرېکړه او پر ښځو بندیز به پر دغې ډلې د نړیوالې ټولنې فشارونه لا ډېر کړي: « ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځې پارکونو او سیاحتي ځایونو ته ځي. ځکه دا انساني حق او غوښتنه ده. له پارکونو د ښځو منع کول له یوه نسل سره بد چلن او نه جبرانېدونکی ظلم دی. پرته له دې چې طالبان له دې سره له نورو نړیوالو فشارونو سره مخامخ شي، بله هېڅ ګټه نه لري.»

د ښڅو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه د نړیوالې ټولنې له سخت غبرگون سره مخامخ شويانځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

تر دې مخکې طالبانو پر رسنیو، مدني فعالانو او عامو مېرمنو بېلابېل بندیزونه لګولي، چې پر کور دننه او نړیوالې ټولنې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

نړیوالې ټولنې افغانستان کې د طالبانو له حکومت په کراتو غوښتي دي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازو پرانستلو سربېره لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي او د دغو بندیزونو پر وړاندې یې خپله غوسه څرگنده کړې ده.

د بشري حقونو فعالان هم پر طالبانو نیوکه کوي، چې د دغې ډلې سختو بندیزونو افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او ځوانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل