طالبان: پاکستان د «افغانستان پر حريم تیری» کړی
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه
په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت د ېوې اعلامې په خپرولو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي حملې تائید او په کلکه غندلي دي.
دغه وزارت ویلي چې پاکستان د پکتیکا ولایت په مرغۍ سيمه کې پر یوملکي بازار بمبارۍ او په کابل کې د ېوې حملې په ترسره کولو، يو ځل بیا «د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.»
دغه وزارت که څه هم په دې هکله ډېر جزئیات نه دي ورکړي، خو دغه حملې ېې د افغانستان او پاکستان په تاريخ کې بې سارې بللې دي.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ د افغانستان په حریم دا تجاوز په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده...»
د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې: «له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»
پاکستان په افغانستان کې بريدونه نه تائيد کړي او نه یې هم رد کړي
د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف چوهدري، د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې د پاکستان د هوايي بريدونو په اړه پوښتنې ته له مستيقيم ځواب ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل: «موږ د پاکستان د ځان او مال د حفاظت له پاره، هر اقدام چې ضروري وي، ترسره کوو ېې.»
چوهدري زیاته کړه: «زموږ اقدامات یوازې هغو ترهګرو پر ضد دی چې افغان خاوره په پاکستان کې د حملې له پاره کاروي.»
د پاکستان د پوځ ویاند د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ترهګرو ته په خپله خاوره کې خوندي ځایونه ورنکړي. په دې ترتيب ښاغلي چوهدري د شوې پوښتنې په هکله روښانه ځواب ورنکړ. خو هغه دا وویل چې پاکستان د افغانستان یو ورور ګاونډی هېواد دی او له څه باندې څلورو لسیزو ېې د افغان کډوالو کوربتوب کړی دی.
چوهدري وویل چې اسلام آباد «له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد ترهګرۍ له پاره ونه کاروي.»
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام آباد دا ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کيږي.
د پاکستان د فوج ویاند وویل چې دغه اقدامات په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو پر ضد د روانو عملیاتو یوه برخه ده، کوم چې موخه ېې د پاکستان په سرحدي علاقو کې د امنیت ټینګښت او یقيني کېدل ده. هغه زیاته کړه که چېرته افغان طالبان د ترهګرو پر ضد لازم اقدامات ترسره نه کړي، په هغه صورت کې پاکستان دا خپل حق ګڼي چې د خپلو سرحدونو د حفاظت له پاره په خپله لاس په کار شي.
افغانستان او پاکستان تر دې مخکې هم په خپلو کې سرحدي شخړې درلودلې، خو وروستي اقدامات داسې وخت کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هندوستان ته پر رسمي سفر تللی دی. هغه نن په نوي ډيلي کې له خپل سیال سوبرامونیم جی شنکر سره ولیدل. شنکر وویل چې نوی ډيلی به په افغانستان کې خپل سفارت له سره خلاص کړي.