طالبانو پر خپلو تقنيني اسنادو اعتراض «جرم» اعلان کړ
۱۴۰۴ بهمن ۸, چهارشنبه
په دې وروستیو کې د طالبانو د جزايي محکمو مقرراتو، چې د دې ډلې مشر ملا هیبت الله اخوندزاده لاسلیک کړي او محکمو ته لیږل سوي دي، د کارپوهانو او بشري حقونو سازمانونو د نیوکو څپه راپورته کړې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې اعتراضونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو د دې اصول نامې جزئیات دلته ولولی: »رواداري«: د طالبانو د جزايي محکمې اصول نامه د عادلانه محاکمو له اصولو سره په ښکاره ټکر کي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چي تقنیني اسناد د قرآن، سنت او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو په کارولو سره تدوين کيږي، له شريعت سره يې مطابقت بررسي کيږي او بیا د توشيح له پاره ملا هیبت الله ته راجع کیږي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي دي چي د دوی په تقنیني اسنادو کې داسي هیڅ ماده د شريعت پر خلاف نسته، او زیاته یې کړه: "پر هغوی اعتراضونه، پر شریعت اعتراض دی."
د طالبانو مشر د شريعت پر تطبيق ټينگار کړی
په بیان کې راغلي: "له همدې امله، دا ډول اعتراضونه هیڅ شرعي او علمي اساس نه لري، بلکې د ناپوهۍ یا تجاهل له امله ترسره کیږي، او شرعاً جرم دی."
د طالبانو د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی دی: "هغه خلک چې د دې قوانینو سره مخالفت کوي د قانوني تعقیب له پاره به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي سي."
د محکمو د مقرراتو په اړه نیوکو ته ځواب؟
که څه هم د طالبانو د عدلیې وزارت په ځانګړي ډول د خپلو محکمو د جزا د اصول نامې په اړه د اعتراضونو یادونه نه ده کړې، خو داسې ښکاري چې دغه اعلاميه د طالبانو ادارې پر تقنیني سند نیوکو ته ځواب دی.
په لومړي ځل د بشري حقونو سازمان "رواداري" محکمو ته د دې سند د لیږلو په اړه خبر ورکړ او اعلان وکړ چي چې دا سند "د عادلانه محاکمې له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی" او د بشري حقونو ډیری سرغړونې رسمي کوي.
په دې مقرراتو کې، ټولنه د سزا د پلي کولو په اړه پر څلورو کټګوریو ویشل شوې ده، چې پکې عالمان، اشراف، منځنۍ طبقه او ټیټه طبقه شامل دي.
عبدالمومن ضیا بدخش، چې یو پخوانی قاضي او د ديني مسلو کارپوه دی، د دویچه ویله د "پخلاینې" پروګرام ته د طالبانو د محکمو د مقرراتو دې برخې ته په اشارې سره وویل چې "دا په افغانستان کې عدالت نشي تضمینولی،" ځکه چې په اسلام کې د تقوا پرته بل د غوره والي معیار نشته.
دا اصول نامه "باغي" یا یاغیان د "فساد غوښتونکي" په توګه تعریفوي او وايي چې "د دوی زیان عمومي دی او پرته له وژل کیدو یې اصلاح نشي کیدی."
ضیا بدخش د دې اصول نامه یوې بلې برخې ته اشاره وکړه چې پکې هر هغه څوک چې د حنفي مذهب پیروی نه وي "مبتدع" بلل کیږي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا، اهل سنت او جماعت په دې متفق دي چې د قبلې ټول خلک مسلمانان دي، او "مبتدع" هغه کسان دي چې په دین کې نوښت کوي.