طالبانو پر چینايي اتباعو برید غندلی
۱۴۰۴ آذر ۷, جمعه
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د نوومبر ۲۷ مه) وویل چې له افغانستان څخه د یوه وسله وال برید په نتیجه کې، په دغه هیواد کې درې چینايي اتباع وژل سوي دي. وژل سوي کسان د کانونو د راایستلو د یوه شرکت کارکوونکي وو.
دغه وزارت ویلي دي چې په دغه برید کې له وسلو او بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل سوی او عامل یې جنایتکارې ډلې وې.
په دوشنبې ښار کې د چین سفارت، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په تاجیکستان کې درې چینايی اتباع په یوه وسله وال برید کې له افغانستان سره د مرکزي آسیا دغه هیواد په سرحد کې ووژل سول.
نوموړي سفارت زیاته کړې ده چې د چین یو بل تبعه هم په دغه برید کې زخمي سوی دی. دغه سفارت له خپلو اتباعو څخه وغوښتل چې سرحدي سیمه تخلیه کړي.
که څه هم سفارت نه دي ویلي چې د نوموړي برید ترشا د چا لاس دی ، خو زیاته یې کړه چې چین له تاجیکستانه غوښتي ترڅو په دې اړه پلټنې وکړي.
اړونده موضوع: د افغانستان او تاجیکستان په سرحد کې ۳ چینایان وژل سوي
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه برید د «ال ال سی شاهین اس ام» شرکت په نښه کړی او په لاسي بم سمبالې بې پیلوټه الوتکې په مرسته له افغانستان څخه ترسره سوی دی.
دغه وزارت څرگنده کړې چې هغه درې تنه چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی ، ټول ددغه شرکت کارکوونکي وو.
د بريد تر شا د چا لاس دی؟
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ټولنیزو رسنيو د ایکس پر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د ترسره سوو پلټنو له مخې «په دغه پیښه کې داسي کسان لاس لري چې هڅه کوي هیوادونه بې ثباته او یو پر بل باندې بې اعتماده کړي.»
که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی، خو په خپله اعلامیه کې یې نه دي ویلي چې دغه برید له افغانستان څخه ترسره سوی دی او که څنگه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې له یوې خاصې ډلې او یا طرف څخه نوم نه دی اخیستی.
د طالبانو ادارې د تاجیکستان حکومت ته د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د معلوماتو د تبادلې او ددغه برید د عواملو د پیدا کولو په برخه کې له تاجیکستان سره گډ کار کوي.
په ۲۰۲۱ م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، تاجیکستان تل په سرحدي سیمو کې د ترهگیزو ډلو د حضور او فعالیت له امله خپله اندیښنه ښودلې ده.