1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر کرونا د خپل مشر د اخته کيدو او وفات خبر رد کړی دی

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

وسله والو طالبانو په کرونا ويروس د خپل مشر د اخته کيدو او په نتيجه کې یې د احتمالي مړينې خبر رد کړی دی. تر دې دمخه رسنيو خبر ورکړی وو چې د ملا هبت الله په گډون د دې ډلې يو شمير مشران په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

امريکايي ورځپاڼې «فارن پاليسي» تیره ورځ د طالبانو د يو شمير غړيو په حواله چې نومونه یې نه وه اخيستل شوي، رپوټ ورکړی چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کرونا اخته شوی او احتمالاً مړ شوی دی.

ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دې ډلې يوه لوړ پوړي نظامي غړي چې نوم یې مولوي محمد علي جان ښوول شوی، په کوويد ۱۹ ناروغۍ د ملا هبت الله اخوندزاده مصاب کيدل تائيد کړي. د طالبانو دې غړي «فارن پاليسي» ورځپاڼې ته ويلي: «زموږ مشر ناروغ دی خو اوس مخ پر ښه کيدو دی.»

د افغانستان يو شمير داخلي رسنيو هم ورته رپوټونه نشر کړي دي.

د «فارن پالیسي» ورځپاڼې د کويټې د شورا د دريو غړيو په حواله چې نومونه یې نه دي ذکر شوي، رپوټ ورکړی چې هغوی باور لري چې ملا هبت الله اخوندزاده د دې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، دا خبر «پروپاگند» بللی دی. نوموړي ويلي چې د دې ډلې ټول مشران روغ رمټ دي او په خپلو کارونو کې مصروف دي.

مجاهد د تويتر له لارې ويلي چې رسنیو «د اسلامي امارت د مشر او يو شمير مسئولينو په اړه ناسم راپورونه خپاره کړي دي چې گني هغوی په کرونا اخته شوي دي او يا خدای دې نه کړي مړه شوي دي. خو موږ دا پروپاگند په جدي توگه ردوو.»

کابو دوې اوونۍ تر مخه د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده يو کتبي پېغام خپور شوی وو خو د طالبانو غړيو «فارن پاليسي» ته ويلي چې نوموړی له دريو میاشتو راهيسې نه دی ليدل شوی.

په کرونا ويروس د طالبانو د مشرانو اخته کيدل او د دې ډلې د مشر احتمالي مرينه به، په هغه صورت کې چې تائيد شي، د سولې د خبرو اترو له پاره روانې هلې ځلې اغیزمنې کړي.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د طالب زندانيانو د آزادولو لړۍ چټکه کړې او داسې هیلې موجودې دي چې د دې په نتیجه کې به بين الافغاني خبرې پيل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب