امريکا غږ وايي، طالبانو ويلي دي چې دوی د دغو رسنيو «د پروګرامونو د محتواو په هکله شکایتونه ترلاسه کړي» خو په دې هکله ېې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د امریکا غږ او آزادۍ راډيو مالی ملاتړ امریکا متحده ایالات کوي، خو سره له دې دغه رسنۍ ادعا کوي چې خپلواکې دي. امريکا غږ پښتو، پر ټويټر ليکلي دي: «طالبانو په افغانستان کې د امریکا غږ خپرونې بندې کړي» دي.
دغې رسنۍ زياته کړې ده چې امریکا غږ به له دې وروسته خپلې «پښتو او دري خپرونې له افغانستان څخه باندې د ۹۷۲ کیلوهرتز په څپو کې خپروي.» د امريکا غږ په حواله دغې رسنۍ د طالبانو تر دغه اعلان پورې په افغانستان کې «د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې لرلې چې شپږ ساعته ېې پښتو او شپږ ساعته ېې درې وې.»
نوموړي رسنۍ ويلي دي چې په افغانستان کې د دوی خپرونې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت د لارښوونې له مخې د ډسمبر مياشتۍ له لومړۍ نيټې څخه بندېږي.
آزادۍ راډيو هم پر خپله ويب پاڼه ليکلي دي چې «طالبانو د 'آزادۍ راډيو' او 'امریکا غږ اشنا راډیو'» اف ام نشرات بند کړل.په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د پنجشنبې په ورځ اسوشتید پریس ته وويل چې افغانستان خپل د مطبوعاتو قوانین لري او هره رسنۍ چې له دغو قوانیو په «تکرار سره سرغړونه» وکړي د فعاليت جواز ېې ورڅخه اخیستل کيږي.
بلخي زياته کړې: «امريکا غږ او آزادۍ راډيو دغو قوانينو ته پابنده نه ول او په تکرار سره د سرغړونکو په توګه وپېژندل شوې او ونه تاوانېدې چې خپل مسلکي توب وښيي، ځکه خو وتړل شوې.»په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي سخته محدوده شوې ده
طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسيدلي له هغه وخت راهيسې ېې پر مطبوعاتو او نورو ټولنیزو فعالیتونو له هغې ډلې د ښځو پر آزادیو او مدني فعالیتونو یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.
د بې پولې خبريالانو ډلې په ورستیو کې وويل چې افغانستان د طالبانو له واکمنيدو راهیسې خپلې ۴۰ سلنه رسنۍ او ۶۰ سلنه خبريالان له لاسه ورکړي دي.
(AP)mks/nz
د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د مطبوعاتو سل کلن فعالیتونه
په هرات ولایت کې د رسنیو کارکوونکو، یو نندارتون په لاره اچولی دی. په دغه نندارتون کې د لویدیځې حوزې لومړنۍ چاپي رسنۍ، خبریالان، د چاپ پخوانی او عصري سبک او همدا شان نوي خبریالان معرفي شوي دي.
انځور: DW/H. Hashimiدغه نندارتون د سه شنبې په ورځ «له مطبوعاتو سره سل کاله» تر نامه لاندې پر لار واچول شو. په نندارتون کې د افغانستان د لویدیځي حوزې تر ۴۰۰ زیاتې رسنۍ راټولې شوې او د هرې رسنۍ له پاره پیژند پاڼه جوړه شوې.
انځور: DW/H. Hashimiد لویدیځې حوزې د لومړنیو رسنیو تر څنګ، د دغو رسنیو د کارکوونکو او مسوولو مدیرانو انځورونه او د هغوی چاپي اثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
انځور: DW/H. Hashimiپه دغه نندارتون کې د «اتفاق اسلام» په نوم د ورځپاڼې اصلي نسخې چې ۹۳ کاله پخوا خپرې شوې دي، هم نندارې ته وړاندې شوې. دغه نندارتون د دوربین په نامه د میاشتنې مجلې له لورې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په تالار کې جوړ شوی.
انځور: DWد دوربین، مسوول مدیر او د دغه نندارتون جوړونکی نور احمد کریمي وایي چې په دغه نندارتون کې هڅه شوې ده چې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د مطبوعاتو د ودې بهیر، نندارې ته وړاندې کړي.
انځور: DW/H. Hashimiد دغه نندارتون په بله برخه کې د رسنیو د چاپ پړاونه نندارې ته وړاندې شوي دي. د تیږي د چاپ له دستګاه څخه نیولای تر چیني حرفونو، د ټایپ ماشین او د چاپ عصري ماشینونه نندارې په دې نندارتون کې موجود دي.
انځور: DW/H. Hashimiپه نندارتون کې د افغانستان د لویدیځي حوزې د رسنیو سره د تړاو لرونکو ډیر شمیر کسانو انځورونه هم لیدل کیدای شي. د دې کار موخه د دغه حوزې د خبریالانو د ژوند لیک او فعالتیونو څخه د خلکو خبرول په ګوته شوي دي.
انځور: DW/H. Hashimiد نوموړي نندارتون د جوړونکو په وینا، په یوه برخه کې حکومتي ابلاغیې او همدغه راز هغه شب نامې چې د حکومت د مخالفینو له لوري په ښار کې خپرې شوې هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
انځور: DW/H. Hashimiدغه بایسکل د یوې ورځپاڼې د توزیع کوونکي دی، چې اوس یې له دې نړۍ سترګې پټي کړي دي. دغه نندارتون د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت جوړ شوی او څلور ورځې به دوام ومومي. د ټولنې ټول قشرونه کولای چې په وړیا توګه دغه نندارتون ته ورشي.
انځور: DW/H. Hashimiد دغه نندارتون جوړوونکي وایي، تصمیم لري چې تر دې وروسته د افغانستان د لویدیځي حوزې د رسنیو لومړنی څیړنیز مرکز تاسیس کړي.
انځور: DW/H. Hashimiیو شمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم په دغه نندارتون کې حضور لري تر څو مراجعه کوونکو ته د افغانستان په لویدیځ کې د رسنیو او مطبوعاتو د سل کلنو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي.
انځور: DW/H. Hashimi