طالبانو په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د مخنیوي هوډ کړی
۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبه![Afghanistan Taliban](https://static.dw.com/image/18835371_800.webp)
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالب یاغیانو ویلي دي چې دوی به هر هغه کس په نخښه کړي چې د دغې پروسې د بریالي کیدو هڅه کوي، په ځانګړې توګه افغان امنیتي ځواکونه.
تر دې دمخه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي ول چې لږ تر لږه ۵۴۰۰۰ امنیتي ځواکونه به د اکتوبر مياشتي پر شلمه د رای ورکولو ۵۱۰۰ مرکزونو امنیت ټینګ کړي.
رپوټ زیاتوي چې طالبانو نه یوازې ټاکنې د اسلامي قانون پر ضد بللې، بلکې په خبره یې د افغانستان له ملي ګټو سره څرګنده په ټکر کې دي.
په تیرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د پارلماني ټاکنو اته کاندیدان وژل شوي دي. تیره اوونۍ د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې لږ تر لږه ۱۸کسان ووژل شول او نزدې پنځوس تنه ټپیان شول. د دغه برید مسئولیت داعش پر غاړه اخیستی وو.
آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې کابل میشته د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي، په دې آند دی چې ټاکنې د طالبانو مهمه سیاسي ایدیالوژي ګواښي، کومه چې ټاکنې ردوي او پر وفادارۍ یا بیعت باندې ټینګا کوي.
سعیدي ویلي دي: «دا یوازینی علت دی چې طالبان هڅه کوي چې د دغې پروسې مخه ونیسي.» سعیدي، ادعا کوي چې طالبان چې د جرمونو مرتکب شوي دي، د دې مشروعیت نه لري چې په افغانستان واکمني وکړي.