طالبانو په بادغیس کې د قتل په تور یو سړی «قصاص» کړ
۱۴۰۴ مهر ۲۴, پنجشنبه
د طالبانو عالي محکمې نن پنجشنبې (۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۱۶مه) اعلان وکړ چې دافغانستان په لویدیځ بادغیس ولایت کې یې هغه کس په عام محضر کې اعدام کړی دی چې په دوو مواردو کې د وژنې په تور محکوم سوی و.
د طالبانو عالي محکمې ویلي دي چې پر دغه سړي باندې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو په ورزشي سټوډیوم کې د قصاص حکم عملي سو.
په بادغیس کې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د نن ورځې د سهار پر اوو بجو د نوموړي کس د حکم له پلي کولو څخه خبر ورکړ وو او له خلکو یې غوښتې وو چې د اعدام په صحنه کې راحاضر سي، خو د گرځنده ټیلیفونو له راوړلو او عکس اخیستلو څخه دي ډډه وکړي.
اړوند:د طالبانو محکمې د اعدامونو په اړه د ملګرو ملتونو غندنه رد کړه
د فرانسې د خبري آژانس په حواله، په دغې نوې قضیې سره د هغو کسانو شمیر چې د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدام سوي دي، ۱۱ تنو ته رسیږي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اگست کې په دويم ځل واک ته له رسېدو ر اهېسې، نړیوالو انتقادونو ته په نه پاملرنې سره په عام محضر کې جسمي سزاگانې او اعدامونه عملي کوي.د طالبانو ادارې د اپریل په میاشت کې په بادغیس کې د قتل په تور پر دوو نارینه وو، فراه کې یوه کس او نیمروز کې د يوه تن په گډون، څلورو کسانو باندې په عام محضر کې د «قصاص حکم»عملي کړ.د تیرکال په وروستیو کې هم یو کس چې د وژنې په تور محکوم سوی و، د پکتیا ولایت د گردیز په ښار کې په عام محضر کې په ډزو سره اعدام سو.
پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ددغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده، تر خپلې ادارې لاندې قاضیانو ته امر وکړ چې د «حدود او قصاص» حکمونه دي په عام محضر کې پلي کړي.
ملگرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په تکرار سره د طالبانو له خوا په عام محضر کې د اعدام د سزا پر عملي کولو سخت انتقادونه کړي او د هغوی د توقف غوښتنه یې کړې ده. طالبانو تر اوسه پورې دې انتقادونو ته پاملرنه نه ده کړې او د «قصاص» په گډون په عام محضر کې سختو سزاگانو ته ادامه ورکوي.