1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبانو په بامیان ولایت کې یو سړی او یوه ښځه په دُرو وهلي

۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبه

د طالبانو عالي محکمې اعلان کړی دی چې په بامیان ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د «نا مشروع عمل» په جرم په دُرو وهل شوي دي.

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو عالي محکمې نن د شنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د یوې ښځې په گډون دوه تنه د بامیانو د شیبر ولسوالۍ د ابتدایي محکمې په حکم او د عالي محکمې تر تائید وروسته، د خلکو په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه سړی او ښځه د زنا په تور د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو او د سیمې د ډیر شمیر اوسیدونکو په موجودیت کې مجازات شوي دي.

طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته په تیرو دوو کلونو کې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله آخندزاده په امر (د شرعي حدودو او قصاص) په عملي کولو سره په مختلفو ولایتونو کې د غلا، شراب څښلو، له کوره تیښتې او اخلاقي فساد په تور د خلکو په عام محضر کې خلک په دُرو وهلي دي. په دغو دوو کلونو کې د دوو تنو د قصاص خبر هم رسنیز شوی دی.

د طالبانو له خوا د دا ډول مجازاتو عملي کول په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

که څه هم د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د اروپایي اتحادیې استازو په افغانستان کې د دغو مجازاتو په اړه سخته انديښنه ښودلې ده، خو طالبانو تر اوسه پورې پر دغو انتقادونو هیڅ غوږ نه دی ګرولی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل