طالبانو په بدخشان کې یوه ښځه سنګسار کړې
۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبهد بدخشان ولایت د ښځو چارو ریاست مشرې زیفنون ناطق، ویلي دي چې پیښه د چهارشنبې په ورځ په وردوج وسلوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د پیښې په اړه ډیر جزئیات په لاس کې نه شته، ځکه وردوج ولسوالۍ اوس د طالبانو تر کنترول لاندې ده. خو ناطق ویلي دي چې دا په تیرو ۲۱ میاشتو کې د په اصطیلاح اخلاقي جرمونو په تور د طالبانو له خوا د ښځو د اعدام اتمه پېښه ده.
نژدې یوه میاشت مخکې طالب یاغیانو یوه بله ښځه هم په بدخشان ولایت کې د جنسې اړیکو په تور په ډزو ووژله. د افغانستان په نورو سیمو کې هم ورته پیښې زیاتي شوي دي. د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو په مرکزي افغانستان کې شپږ کسان د غلا او جنسې اړیکو په تور په دورو ووهل.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د څارنې او څیړنو همغږي کوونکي حسین معین، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «دا زموږ له پاره ډیره د اندیښنې وړ خبره ده.»
معین روښانه کړې ده چې حکومت ډیر وخت د دې وړتیا نه لري چې له قضایي نظام څخه بهر او په ناامنو سیمو کې رامنځ ته کیدونکې دغه شان پیښې وڅېړي.