طالبانو په تیرو ۱۹ کلونو کې په لومړي ځل پر پنجشیر برید کړی
۱۳۹۹ شهریور ۱۸, سهشنبه![Nicaragua](https://static.dw.com/image/44307681_800.webp)
پنجشیر چې د طالبانو د واکمني پر مهال د دې ډلې د مخالفینو پوخ سنګر بلل کیده، په تیرو کلونو کې د افغانستان یو امن ولایت وو.
پنجشیر همدا راز له دې کبله په افغانستان کې شهرت لري چې پر افغانستان د پخواني شوروي برید او طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کې احمدشاه مسعود له خپلو ځواکونو سره میشت وو. د سه شنبې په ورځ هم د مسعود پلویانو په کابل کې د سپتمبر پر نمه نیټه په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې له خوا د هغه د وژنې نولسمه کلیزه لمانځله.
په پنجشیر کې یوه ځایي سیاستوال د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ د دې ولایت پر ابشار ولسوالۍ باندې برید کړی دی. ځايي چارواکو روښانه کړې ده چې طالبان دې سیمې ته له ګاونډي ولایت نورستان او یا هم لغمان څخه رسیدلي دي.
د پنجشیر د ولایت ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې وسلوالو د ابشار د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. پولیسو روښانه کړې ده چې طالبانو په دې ترڅ کې د یوه کلي ۲۰ اوسیدونکي برمته کړي وو، خو بیا یې وروسته بیرته آزاد کړل.
له بلې خوا بیا طالبانو ادعا کړې ده چې په دې سیمه کې یې د پولیسو څو پوستې نیولي دي او اووه حکومت پلوه ځواکونه یې برمته کړي.