طالبانو په خوست ولايت کې يو تن قصاص کړ
۱۴۰۴ آذر ۱۱, سهشنبه
د طالبانو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خوست په ولایت کې د یوه کس له قصاص کولو څخه خبر ورکړ.
د طالبانو د ادارې دغه قضايي بنسټ ویلي دي چې د منگل په نوم دغه سړی د قتل په تور محکوم سوی و او دغه حکم دطالبانو د مشر ملا هبتالله آخندزاده، له تأیید وروسته عملي سو.
د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي دي چې نوموړی کس ددغې ډلې د قاضي القضات په شمول د طالب چارواکو او عامو خلکو په حضور سره د خوست ولایت د مرکز په ورزشي لوبغالي کې عملي سو.
اړونده موضوع: قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل
د خوست په ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، مستغفر گربز ویلي دي چې د طالبانو د ادارې مسؤلینو او قومي مشرانو د مقتول له کورنۍ وغوښتل ترڅو محکوم کس وبخښي، خو هغوی ونه منل.
هغه ویلي دي چې دغه کس د مقتول د کورنۍ د غړو له خوا قصاص سوی دی.
په دغه قضیه کې د دوو نورو کسانو له پاره د قصاص حکم
د خوست ولایت سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې دغه دوسیه په هغې پیښې پورې اړه لري چې ۱۰ میاشتې مخکې د خوست ولایت د علیشرو او تریزیو په ولسوالیو کې رامنځته سوې وه او ۱۳ تنه پکښي وژل سوي وو.
د طالبانو چارواکو ویلي دي چې ددغې قضیې په تړاو د دوو نورو کسانو له پاره هم د قصاص حکم صادر سوی دی.
د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې په پام کې وو چې د دوو نورو کسانو له پاره هم د قصاص حکم عملي سي؛ خو لکه څنگه چې د وژل سوو کسانو ځیني وارثین له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، ددغو دوو کسانو له پاره د قصاص حکم تر هغه وخت پورې ځنډول سوی دی چې د وژل سويو وارثين حضور پيدا کړي.
دا په عام حضر کې د اعدام د پلی کولو ۱۲ مه پیښه ده چې په وروستیو څلورو کلونو کې د طالبانو د ادارې له خوا عملي سوې ده.
نړیوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو، مدافع وکیل او قانوني محکمو ته له لاس رسي پرته د تورنو کسانو مجازات محکوم کړي اودغه کار له بشري حقونو سره په ټکر کې ویني.
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو د سازمان استازي، ریچارډ بنت ددغه حکم له عملي کولو مخکې، په عام محضر کې اعدامونه «ظالمانه، غیرانساني او غیرمعمول مجازات او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر» کې وبلل او د هغوی د بندولو غوښتنه یې وکړه.
طالبانو تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خلکو وغوښتل چې ددغه حکم د پلي کولو په ځای کې راحاضر سی.