طالبانو په خوست کې سلګونه د «شریعت ضد» ابزار سوځولي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه
د خوست سیمه ایزو چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغه ولایت کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدو ریاست د خپلو اصلاحي فعالیتونو په جریان کې ۸۲۹ قلمه مختلف وسایل او ابزار چې له «شرعي اصولو سره په ټکر کې ګڼل کیږي» را ټول او لمنځه وړي دي.
د دغې اعلامیې له مخې په دغو وسایلو کې قیلون، مختلف ډوله د موسیقۍ آلې او همدارنګه هغه پردې شامل وو چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه پرې چاپ شوي وو.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز، ویلي دي چې دغه وسایل له ښار او مختلفو ولسوالیو څخه راټول شوي او بیا د ټاکل شوي تګلارې مطابق د عام خلکو له سترګو پنا، په یوه خوندي ځای کې سوځول شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې دغه اقدامات د اسلامي ارزښتونو د پیاوړې کولو، له اخلاقي انحرافاتو څخه د مخنیوي او ټولنې د اصلاح په موخه ترسره شوي او په راتلونکي کې به هم دوام پيدا کړي.
په خوست کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسئولینو همدارنګه له خلکو غوښتي دي چې د هغو اعمالو له ترسره کولو څخه دې ډډه وکړي چې د اسلامي لارښوونو خلاف دي.
طالبانو په افغانستان کې یو وار بیا واک ته له رسیدو راهیسې پر کلتوري فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. په دې موده کې دغې ډلې په وار وار په مختلفو ولایتونو کې د موسیقۍ آلې را ټول او سوځولي دي.
طالبان د موسیقۍ غږول او اوریدل حرام ګڼي او دغه اقدامات د خپل برداشت له مخې د شرعي احکامو د عملي کولو یوه برخه بولي.