طالبانو په دوو ولایتونو کې له سلو ډیر کسان برمته کړي
۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبهچارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې طالبانو په تیرو درو ورځو کې د بدخشان ولایت څخه د ۸۰ او ۹۰ تر منځ ځایي ملکي وګړي برمته کړي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي مجیب الرحمان، ویلي دي: «طالبان غواړي چې دولت په راغستان ولسوالۍ کې د هغوی تر کنترول لاندې د طلاو یوه کان ته د نفت د رسیدو مخه و نه نیسي.»
دغه سیمه ییز چارواکي زیاته کړې ده چې برمته شوي کسان ټول له همدې ولایت د درواز ولسوالۍ اوسیدونکي وو. د ولایتي شورا د دغه غړي په خبره اوس ځایي مشران هڅه کوي چې دغه کسان آزاد شي، خو لا تر اوسه پورې حکومت په کومې هڅې لاس نه دی پورې کړی.
د بدخشان د پولیسو یوه چارواکي سخي داد حیدري، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د برمته نیونې لامل روښانه نه دی او دا چې حکومت د برمته شویو کسانو د آزادولو له پاره هڅې پیل کړې دي.
په یوې بلې پیښې کې د چهارشنبې په ورځ نا پیژندل شوي وسلوالو له وردک ولایت څخه د بامیانو ۲۵ تنه اوسیدونکي برمته کړي دي. د وردګو د ولایتي شورا یوه غړي د پنجشنبې په ورځ وویل: «دغه کسان د جلریز له ولسوالۍ څخه برمته شوي دي. لا تر اوسه پورې د هغوې د برمته نیونې لامل روښانه نه دی.»
د جلریز ولسوالۍ یوه ځایي چارواکي د باختر خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان د دې پیښې تر شا دي.