که څه هم د طالبانو له لوري د افغانستان د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د غړيو د صحرايي محکمو او قتل په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي، خو دا څلورم او پنځم اعلان شوي اعدامونه دي چې په عام محضر کې عملي کيږي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دغه ډلې مشر ملا هيبت الله اخوندزاده، د خپلې ادارې قضاو ته امر کړی وو چې د «حدود او قصاص» حکمونه په عام محضر کې اجرا کړي. د دې ډلې ادارې تر اوسه په سونو ښځې او نارينه د بېلا بېلو تورونو له کبله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او څلور کسان یې په علني توګه قصاص کړي دي.
نړيواله ټولنه او حقوق پوهان و مدافع وکیلانو او قانوني محکمو ته د تورنو کسانو له لاس رسي ته مجازات کول غندي او د بشري حقونو څخه سرغړونه یې بولي، خو طالبانو دې غبرګونو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې او د خپل مشر د فرمان په تعقيبولو سره په عام محضر کې د دُرو وهل او د تورنو قصاص اجرا کوي.
زموږ له آرشيف څخه:
په آلمان کي د اعدام وروستۍ سزا
پر نړیوالو هڅو سربیره، بیا هم د نړۍ په ډيرو برخو کي د اعدام سزا عملي کیږي. په آلمان کي وروستی ځل دغه سزا ۷۰ کاله مخکي عملي سوه. په دغه هیواد کي په اعدام باندي محکوم وروستی کس ریچارد شوو نومیده.
انځور: picture-alliance/W. Steinberg
په آلمان کي د ګیوتین وروستۍ دستګاه
ریچارد شوو، هغه وروستی مجرم وو چي په آلمان د اعدام په سزا محکوم سوی وو او د ګیوتین یا سر پرې کولو د دستګاه په مرسته ورباندي دغه حکم عملي سو. خو درې میاشتی وروسته د ۱۹۴۹د می مياشتي پر ۲۳ مه په آلمان کي د اعدام سزا د لغو قانون تصویب سو. ددغه هیواد د اساسی قانون په ۱۰۲ ماده کي په واضح ډول د اعدام سزا لغو اعلان سوې ده.
انځور: د لودویگسبورگ په موزیم کي د ګیوتین دستګاه.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Weissbrod
په لویدیځ آلمان کی د اعدام سزا
لویدیځ برلین یو ځانګړی حالت درلود. که څه هم د آلمان په اساسي قانون کی د اعدام سزا لغوه اعلان سوه، خو په غربي آلمان کي چی تر جګړې وروسته يې اداره د درو متفقو غربي دولتونو امریکا، فرانسې او بریتانیا ترمنځ ویشل سوې وه، په رسمي ډول هغه د ۱۹۸۹م کال د مارچ مياشتي پر ۱۴مه لغو سوه.
انځور: ۱۹۶۱م کال، د برلین د براندنبورګ دروازې مخي ته بریتانیايي سرتیري.
انځور: picture-alliance/dpa
د متفقو ځواکونو له خوا د اعدام حکمونه
د ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۹م کاله پوري چي دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده، په آلمان کي ډیري لږ د اعدام سزاوي عملي سوې. په دغو څلورو کلونو کي د اعدام سزا په هغو احکامو پوري اړه پیدا کړه چي متفقو ځواکونو پس له جکړې پر نازیانو باندي صادر کړل. په ۱۹۵۱م کال کي هم د نازي آلمان یو جنګیالی په لندسبرګ کي د امریکایانو په زندان کي اعدام سو.
انځور. د لندسبرګ زندان.
انځور: Imago/Michael Westermann
په ختیځ آلمان کي د اعدام سزا
د آلمان په ديموکراتیک جمهوریت کي د ۱۹۸۷م کال د جنورۍ مياشتي پر۱۷مه د اعدام سزا په رسمي ډول لغو سوه. په اعدام باندي محکوم وروستی کس ددغه هیواد د اطلاعاتو د سازمان افسر، ورنر تسکه وو. هغه د ۱۹۸۱م کال د جون میاشتي پر ۲۶ مه د جاسوسۍ په جرم په لایپڅيگ کی اعدام سو. انځور: د لايپڅيگ زندان.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt
د اعدام سزا په هکله ټولپوښتنه
په ۱۹۴۹م کال کي د یوې نظر پوښتني نتایج ښيي چي۷۴ سلنه آلمانان د اعدام سزا له عملي کیدو سره موافق دي. په دغه نیټه یوازي ۲۱سلنه کسانو له اعدام سزا سره مخالفت وکړ او پنځه سلنه يې ممتنع رای ورکړه.
انځور: د ۱۹۴۹م کال د سپتمبر مياشتي پر اومه نیټه په بُن ښار کي د آلمان د فدرال پارلمان «بوندیستاګ» لومړني غونډه.