1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په غور کي ولور درې نیم سوه زره افغانۍ ټاکلی

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ اردیبهشت ۵, دوشنبه

د طالبانو د غور د والي ویاند وايي دیني علماو او د دې ولایت سرپرست والي پریکړه کړې ده چې د نجلۍ کورنۍ نه باید تر ټاکل شوي اندازې زیات ولور واخلي خو د ښځو د حقونو فعالاني دا پریکړه د نجونو د پلور په معنا او ناسم کار بولې.

Kinderhochzeit in Afghanistan - Braut
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kaimy

دا پریکړه داسې مهال تر سره کیږي چې پخوا په غور ولایت کي د ولور اندازه تر لس لکه افغانیو پورې هم رسېدلې وه.

غور د افغانستان هغه ولايت دی چې ډېر خلګ یې غربت ځپلې خو برعکس په دې ولایت کي د شته پخوانیو ریواجونو له مخي د ولور اندازه د افغانستان د ډېرو نورو ولایتونو په پرتله لوړه ده.

د دې ولایت د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس له دویچه ويله سره په خبرو کي وویل چې د دې ولایت یو شمېر علماوو او قومي مخورو د والي مولوي احمد شاه دین دوست سره تر یوې ناستي وروسته داسې یوه پریکړه کړې ده چې د ولور اندازه باید معلومه او هیڅوک حق نه لري تر ټاکل شوې اندازې پورته ولور واخلي: «بلې دا موضوع په غور کي د ځوانانو له پاره یو لویه ستونزه وه تر لس او پنځلس لکه پوري د مهريه په نوم پیسې اخیستل کیدلې علماوو د والي سره ناسته وکړه او دا پریکړه یې وکړه چې موږ یې هم بشپړ ملاتړ او د ځوانانو په ګټه بولو.»

د ښځو د حقونو فعاله مېرمن سونیتا بارکزۍ د طالبان د دې پریکړي سخت مخالفت کوي او وايي چې دوی یوه ناوړه فرهنګ ته لاره هواروي ځکه په اسلام کي د ولور په نوم هیڅ نشته او بل په دې کار سره طالبان د نجونو د پلور له پاره زمینه برابروي.

هغې زیاته کړه چې که طالبان واقعاً د ځوانانو په فکر کي دي د تعلیم زمینه دي ورته برابره کړي، ښځو ته دي د کار زمینه برابره کړي د خلګو اقتصادي وضعیت چې ښه شي د ولور په نوم دا دود له مینځه ځي اوس خو خلګ د غربت او بیوزلۍ له امله حتې واړه ماشومان پلوري: «دا ناوړه پریکړه ده چې تاسو به یې په راتلونکي کي بد عواقب وګورئ. دا نو داسې ده لکه تاسو چې انسان د یوه مادي شي سره پرتله کړی، باید درې نیم لکه افغانۍ د خسر کورته یوسې او لور یې ترې یوسې، دا نه اسلامي او نه هم انساني پریکړه ده اصلاً خو ولور په اسلام کي نشته»

انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

که څه هم په اسلام کي ولور نه د مهريه په نوم د نجلۍ له پاره یو حق په نظر کي نیول شوې خو د افغانستان په یوشمیر سیمو په خاص ډول غور ولایت کي بیا د ولور پیسو زیاته برخه د نجلې د کورنۍ د نورو غړو جیبونو ته ځي.

د حقوقي چارو کارپوه نور آقا شینډنډوال دا د کورنیو د تفاهم موضوع یادوي او وايي چې نه باید موږ داسې یو قدم واخلو چي هغه په ټولنه کي دود شي، بلکي ښه خبره داده چې د ولور بد فرهنګ له مینځه یوسو، مهریه د نجلۍ حق او په اسلام کي ورته اشاره شوې هغه دي د نکاح له پاره په نظر کي ونیول شي: «په اوسنیو شرایطو کي د زیات ولور اخیستل اکثره ځوانان مجبوروي چې کلونه د بهرنیو هیوادونو د مزدورۍ په موخه افغانستان پریږدي، د ولور کومه اندازه چي طالبانو ټاکلې دا هم زیاته ده، ښه خبره دا ده چې اندازه ونه ټاکل شي، بلکي فرهنګ سازي وشي چې د نجلۍ او هلک کورنۍ د خپلو اولادونو د ښه ژوند له پاره د هغوی خوښي ته وګوري.»

د کارپوهانو په خبره، افغانستان یو اسلامي هیواد دی ارزښتونه یې هم باید د شریعت مطابق وي او هغه ریواجونه چې د ټولني په زیان دي باید د ټولنیز ژوند او کلتور څخه وایستل شي او یو غیري افراطي ژوند ته زمینه برابره شي.

زموږ له آرشيف څخه: