1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په غور کې پر یوه کلي برید کړي؛ ملکیان هم وژل شوي

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

ځايي چارواکي وایي چې طالبانو تیره شپه د غور ولایت مرکز فیروز کوه، پر یوه کلي باندې برید کړی دی. په برید کې پر امنیتي ځواکونو سربیره یو شمیر ملکي وګړي هم وژل شوي دي. د تلفاتو د شمیر په اړه بیلا بیل معلومات ورکړل شوي دي.

Karte Afghanistan Provinz Ghor Deutsch
انځور: DW

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي، دویچه ویله ته وویل چې طالبانو تیره شپه د فیروزکوه په مربوطاتو کې پر یوه کلي باندې برید کړی دی. هغه زیاته کړه: «طالبانو پر یوه کلي باندې چې د ولسي پاڅون کوونکو غړي په کې اوسیږي، برید وکړ چې په پایله کې یې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده.»

د غور د والي ویاند روښانه کړه چې لا تر اوسه پورې د تلفاتو دقیق شمیر معلوم نه دی. د خطیبي په خبره دغه کلی د فیروز کوه په ۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

خو د غور د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري، بیا وایي چې په دې پیښه کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زیاته کړه: «شا او خوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. جګړې تر سهاره پورې دوام لاره.»

قادري وویل: «څه نا څه ۱۶ ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل شوي او د پنځوو ځواکونو په ګډون ۱۶ تنه نور ټپیان دي.»

د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان، هم دا پیښه تایید کړې ده. هغه د تلفاتو په اړه ویلي دي: «د درو ځانګړو ځواکونو او اووه ملکیانو او پاڅونکوونکو په ګډون څه نا څه لس تنه وژل شوي دي. پر دې سربیره ۱۷ تنه نور چې ځايي پولیس، ملي پولیس او د ځانګړو ځواکونوغړي په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.»

د غور د ولایتي شورا مرستیال روښانه کړه چې طالبانو ځکه پر دې کلي باندې برید کړی دی چې اوسیدونکي یې د حکومت ملاتړي دي.

ms/bs

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب