1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په فراه کې يو کس په دُرو وهلی

۱۴۰۳ فروردین ۸, چهارشنبه

د طالبانو د ادارې سترې محکمې ويلي دي چې په فراه ولايت کې يو کس د »لواطت« له کبله په درو وهل شوی دی.

آرشيف انځور: په کابل کې د طالبانو جنګيالي
آرشيف انځور: په کابل کې د طالبانو جنګياليانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م د مارچ پر ۲۶) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کس د ۳۰ درو او شپږو مياشتو بند په سزا محکوم شوی دی خو دا نه دي ويل شوي چې آیا دا کس په عام محضر کې په درو وهل شوی او که څنګه؟

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د يوې وينا په ترڅ کې چې تیره اونۍ خپره شوه، ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به شریعي حدود په بشپړه توګه عملي شي. هغه استدلال وکړ چې دا جزاوې د اسلامي شريعت سره سمون لري.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په دويم ځل واک ته د رسېدو پر وخت طالبانو د يوه معتدلې تګلارې د خپلولو ژمنه کړې وه، خو د ۲۰۲۲م کال په پای کې په عام محضر کې د جزاو عملي کولو او اعدامونو په وار وار سره د نړيوالې ټولنې انتقادونه را پارولي دي.

نړيوال همدا راز د طالبانو له خوا له زده کړو او کار څخهد نجونو او ښځو پر منع کولو هم سخت انتقادونه کوي. د هېواد په ځينو برخو کې نجونې او ښځې مدرسو او يا د قابله ګۍ او نرسنګ کورسونو ته د تللو اجازه لري، خو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د تګ او کار اجازه نه ورکول کيږي.

تېره چهار شنبه په افغانستان کې نوی تعليمي کال پېل شو خو د هغو نجونو پر مخ چې عمرونه له دولس کلونو ډېر دي، په پرله پسې دريم کال یې د ښونځيو دروازې تړلې وې. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب