1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په فراه کې ۲۵ افغان ځواکونه وژلي دي

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په فراه ولایت کې پر یوې پوځي اډې باندې د طالبانو په برید کې ۲۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۲۰ يې برمته کړي دي. طالبانو په ورستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

Karte Afghanistan Provinz Farah Englisch
انځور: DW

پیښه د سه شنبې په ورځ نيمه شپه د فراه ولايت په پشت کوه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې اډې باندي برید وکړ.

د فراه د ولایتي شورا غړو داد الله قانع او خیر محمد نورزي، ویلي دي چې په دې پیښه کې ۲۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او۲۰ برمته شوي دي. په برمته شویو کسانو کې اووه تنه ټپیان هم شامل دي.

د ولایتي شورا غړو روښانه کړې ده چې اوس دغه اډه د طالبانو په کنترول کې ده او له دې ډلې څخه د سیمې د بیرته نیولو او د سرتیرو د جسدونو د ترلاسه کولو په موخه لا تر اوسه پوري فراه ته مرستندوی ځواک نه دی رسیدلی.

زیاته شوې ده چې د برید پر مهال په دې اډه کې د ۵۰ او ۶۰ تر منځ امنیتي ځواکونه میشت ول. دغه اډه په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو یو له لویو مرکزونو څخه بلل کیده.

د ولایتي شورا د غړو په حواله طالبان د پشت کوه ولسوالۍ ډیره برخه تر خپل کنترول لاندي لري. طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې کابل او نړیوال متحدین یې هڅه کوي چې له دې ډلې سره په سولي سره د افغانستان شخړه پای ته ورسوي.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو یوه استازي د سه شنبې په ورځ وویل چې په مسکو کې د سولې په پلان شوې غونډه کې ګډون کوي، خو د سولې په مذاکراتو کې برخه نه اخلي.

د طالبان د دې غړي په حواله د دې ډلې استازي به له سوله ایزې لارې د افغانستان د شخړې د حلولو په اړه خپل نظرونه شریک کړي خو مذاکرات به و نه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب