طالبانو په ننګرهار کې د یوه تلوېزیون پر دفتر هجوم وروړی
۱۴۰۲ مرداد ۱۰, سهشنبهپه ننګرهار کې د «همېشه بهار» راډیو ټلوېزیون مشر دویچه ویله ته وویل، په دغه ورکشاپ کې ۹ نجونو او ۱۳ هلکانو ته د نوي ژورنالېزم روزنه ورکول کېدله چې طالبانو یې مخه نیولې ده.
د دغې رسنۍ مشر اتل خان ستانکزی وايي: «موږ په درس بوخت وو، چې د امنیې قومندانۍ اړوند ۱۵ طالبان ټلوېزون ودانۍ ته ننوتل او ویې ویل چې موږ د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، خو تاسې دلته پوهنیز پروګرام جوړوئ.»
هغه زیاته کړه، چې طالبان د ټلوېزیون د څو کارکوونکو له وهلو، ټکولو او نجونو له ویستلو وروسته له ودانۍ ووتل. ستانکزی وايي، اوس له طالبانو په تېښته دی او هغوی یې د نیولو هڅه کوي.
هغه دویچه ویله ته وویل: «موږ ته کاري چاپېریال ډېر تنګ شوی او ما پلان درلود، چې د راډیو ټلوېزیون دفتر وسیځم، څو له دې حالت خلاص شم.»
د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ یا نۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه چلند غندلی دی.
په دغه خبرپاڼه کې، چې نن رسنیو ته لېږل شوي، راغلي: «په ننګرهار کې د همېشه بهار راډیو ټلوېزیون له کارکوونکیو سره د امنیتي ځواکونو غیراصولي چلند د بیان پر ازادۍ فشار اچول دي.»
په ننګرهار کې طالب چارواکي همېشه بهار ټلوېزیون ته د خپلو سرتېرو ورتلل مني، خو وايي چې موخه یې د روزنیز پروګرام ګډوډول نه، بلکې د دغه ټلوېزیون د رئیس په نیولو پسې تللي وو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د اطلاعاتو امر قریشي بدلون دویچه ویله ته وویل: «دا یوه حقوي موضوع ده، چې د همېشه بهار ټلوېزیون رئیس باید ورته ځواب ولري. امنیې قومندانۍ څو ځله د دغې ټلوېزیون مشر ته جلب ولېږو، خو هغه ځواب ورکولو ته حاضر نه شو، نو تېره ورځ د امنیې قومندانۍ سرتېرو د هغه د نیولو اقدام وکړ، خو هغه وتښتېد.»
قریشي بدلون وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ننګرهار کې د خبریالانو د روزنې د پروګرامونو ملاتړ کړی او د خبریالانو د ودې له پاره یې شرایط برابر کړي.
نۍ په خپله رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي: «که کوم بنسټ یا کوم کس پر کومې رسنۍ ادعا لري، موضوع باید د رسنیزو سرغړونو کمېسیون ته راجع کړي.»
پر افغانستان د طالبانو له دویمځلي ولکې وروسته پر رسنیو د دغې ډلې د حکومت له لوري له لګولو شویو بندیزونو خبریالان سرټکوي. همېشه بهار راډیو ټلوېزیون له تېرو لسو کلونو راهیسې په ننګرهار کې پوهنیزې، کلتوري او تفریحي خپرونې چمتو کوي.