1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او یو سړی په درو وهلي

۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په ننګرهار کې یې یو سړی او یوه ښځه په عام محضر کې په درو وهلي دي. دغه راز د طالبانو د امر بالمعروف ادارې منسوبينو په کابل او فراه کې د ښځو په ګډون شپږ کسان نيولي دي.

د طالبانو محاکمو تر اوسه په سلګونو نارینه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دورو وهلي
د طالبانو محاکمو تر اوسه په سلګونو نارینه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دورو وهلي انځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو سترې محکمې پرون د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په ننګرهار ولایت کې یې یو سړی او یوه ښځه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د محکمې په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه دوه کسان د بهسودو ولسوالۍ د محکمې له خوا د زنا په تور په ترتیب سره په ۳۵ او ۳۶ درو وهل شوي دي.

دغه حکم د دغې ډلې د سيمه ايزو چارواکو او خلکو په  شتون کې عملي شوی دی.

د طالبانو د ادارې د ځواکونو تر څنګ د امر بالمعروف ریاست منسوبینو هم د نارینه او ښځو په نیولو پیل کړی دی. په ورستۍ قضیه کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې شپږ کسان د ښځو په شمول کابل او فراه کې نیولې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې چارواکي وایې، مسئولینو یې په کابل کې څلور کسان د "نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد" په تور نیولي دي. د دغه ادارې چارواکي ادعا کوي چې دغه کسان يې د ځايي خلکو په مرسته نيولي دي.

د ښځو د سختو اعتراضونو سربیره د دوحې دریمه غونډه پیل شوه

01:33

This browser does not support the video element.

بله خوا د طالبانو د امر بالمعروف ادارې چارواکو په فراه ولایت کې یوه ښځه او یو سړی نیولي دي. د یادي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې دغه سړی او ښځه د "نامشروع اړیکو" په تور د فراه ولایت په مرکز کې نیول شوي دي.

وروسته له هغې چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې لخوا نوی قانون تصویب شوی، داسي ښکاري چې د دې ډلي صلاحیتونه لا پسې ډیر شوي دي. دغې ډلي تر اوسه سلګونه کسان نیولي دي.

د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره سره، د طالبانو د محکمو له خوا د تورنو کسانو فزیکي مجازات دوام لري.

د طالبانو محاکمو تر اوسه په سلګونو نارینه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دورو وهلي او پنځه کسان یې اعدام کړي دي.

سره له دې چې نړيوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو د مدافع وکيل او قانوني محاکمې ته له لاسرسي پرته مجازات غندلي او دا يې له بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼلې ده، خو طالبانو دغو غبرګونونو ته هېڅ ډول پام نه دی کړی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب