1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هلمند کې د موسيقۍ آلې سوځولي

۱۴۰۲ آبان ۱۵, دوشنبه

په هلمند ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو د موسیقۍ آلې او د موسیقۍ اوريدلو وسايل سوځولي دي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، په وروستيو کې په موټرو کې د موسيقۍ اورېدل ممنوع کړي دي.

د آرشیف انځور - هرات - تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو له هغې جملې هرات ولایت څخه طالبانو له خوا د موسیقۍ وسېلو د سوځولو رپوټونه ورکړل شوي ول
د آرشیف انځور - هرات - تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو له هغې جملې هرات ولایت څخه طالبانو له خوا د موسیقۍ وسېلو د سوځولو رپوټونه ورکړل شوي ولانځور: Afghanistan's Ministry for the Propagation of Virtue and the Prevention of Vice/AFP

په هلمند ولایت کې د طالبانود اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا په یوې خپرې شوې اعلامېه کې راغلي چې دغه وسايل د يو نیم کال په موده کې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د خلکو له خوا د کارولو پر وخت ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوه اعلاميه کې راغلي چې د دغه وزارت «محتسبانو د اميرالمومنین د فرمانونو د تطبیق او د دغه وزارت د سپارښتنو په موخه د کابل ولایت پر لویو لارو د کنټرول پوستې جوړې کړي دي.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې محتسبان په دغو کنټرولي پوستو کې له موټرچلونکو څخه غواړي چې د موسیقۍ له اورېدو او خپرولو ډډه وکړي.

ډيری شنونکي په دې آند دي چې طالبان ورځ تر بلې پر خلکو د لا ډېرو ټولنیزو محدوديتونو په لګولو سره خپل اصلي مسئوليتونه هېر کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه، محمد هاشم دانش، دوېچه ويله ته وويل چې طالبان باید په حاضر وخت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج موضوع د خپل کار لومړيتوب وګرځوي. 

د آرشیف انځور - طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته د موسيقۍ اورېدل او خپرول بند کړي ديانځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

هغه زیاته کړه: «لومړيتوب دا دی چې خلکو ته د کار او ښځو ته د تعلیم برابرولو فکر وشي. په اصل کې دا اولویت نه دی چې تاسو هره ورځ موسیقي وانه ورئ او یا دا او هغه وکړئ. دا چې د امر بالمعروف مامورين دغه محدودیتونه د وسلې په زور په مسجدونو او مدرسو کې تحمیلوي، د حکومت دنده نه ده.»

طالبانو په افغانستانکې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د موسيقۍ اورېدل او خپرول حرام ګڼلې او هغه ېې ممنوع کړي ده.

له څه باندې دوو کلونو راهيسې چې طالبان په واک کې دي، په افغانستان کې د موسیقۍ غږ نه اورېدل کیږي. په سلونو هنرمندانو خپلې د موسیقۍ آلې خرڅې کړي او له افغانستانه یا وتلي او يا ېې شاقه کارونو ته مخه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د موسیقۍ آلاتو ته اور اچوي. تر دې مخکې هم د افغانستان په نورو ولایتونو، له هغې جملې له هرات څخه هم د طالبانو له خوا د موسیقۍ آلاتو د سوځولو رپوټونه ورکړل شوي دي.

له آرشیف څخه: 

له غزال عنایت سره ځانګړې مرکه

04:21

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل