1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هلمند کې څلور کسان په عام محضر کې په درو وهلي

۱۴۰۲ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی دی چې په هلمند ولایت کې یې څلور کسان په عام محضر کې د »نامشروع اړیکو او غلا« په تور په درو وهلي دي. طالبانو تېره ورځ هم په میدان وردګ ولایت کې د دوو مېرمنو په ګډون لس کسان په درو ووهل.

سپورتي لوبغالو کې د طالبانو اعدامونه او سزاګانې
سپورتي لوبغالو کې د طالبانو اعدامونه او سزاګانېانځور: Mario Tama/Getty Images

د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه خبر ورکړ، چې په هلمند کې یې څلورو کسانو ته سزا ورکړې ده. د سترې محکمې په خبر کې راغلي دي، چې دغه کسان «د لواطت، غلا او نامشروع اړیکو» په تور د ځايي چارواکو او عامو خلکو په حضور کې په درو وهل شوي دي. طالبانو پرون چهارشنبه هم میدان وردګ ولایت کې د دوو مېرمنو په ګډون ۱۰ کسان په درو ووهل.

په دې وروستیو کې طالبانو د دوی په وینا »په بېلابېلو جرمونو تورنو کسانو« ته د دغه شان سزا ورکول زیات کړي دي. دغه راز طالبانو په غزني ولایت کې دوه او جوزجان کې یو کس «قصاص» کړي دي.

سپورتي لوبغالو کې د طالبانو اعدامونه او سزاګانېانځور: Mario Tama/Getty Images

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې مشر ملا هیبت الله اخونزاده د خپلې ادارې قاضیانو ته امر کړی دی، چې«حدود او قصاص» دې په عام محضر کي عملي کړي دي. د طالبانو ادارې محکمو تر دې دمه په بېلابېلو جرمونو تورن لسګونه کسان د خلکو په مخ کې په درو وهلي او پر پنځو کسانو یې د «قصاص حکم» عملي کړی دی.

نړیوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو مدافع وکیل او قانوني محاکمې ته له لاسرسي پرته د تورنو کسانو دا وړ مجازات غندلی او دا یې د بشري حقونو خلاف کړنه ګنلې ده. ملګرو ملتونو په وروستیو کې له طالبانو غوښتي دي چې دا وړ اعدامونه بند کړي او اروپايي ټولنې بیا دا اعدامونه «په سختو ټکو» غندلي دي. د دغې ټولنې استازي دا اعدامونه «سپکوونکي او د انساني ارزښتونو خلاف» بللي دي. 

خو طالبانو دغو غبرګونو ته پام نه دی کړی او د خپل رهبر د فرمان مطابق په عام محضر کې د تورنو کسانو په درو وهل او قصاص اجرا کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب