1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په ویانا او لندن کې افغان قونسلي خدمات ځنډولي

۱۴۰۲ مهر ۱۶, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي په ویانا او لندن کې ېې د افغانستان قونسلي خدمات کابل سره د نه همغږۍ او نه شفافیت په دليل ځنډولي او سر له نن تر راتلونکې خبرتیا پورې د دغو سفارتونو له خوا صادر شوي اسناد اعتبار نه لري.

د آرشیف انځور - د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي (کيڼ لور) د سپتمبر په ۲۹مه د مسکو فارمت په غونډه کې
د آرشیف انځور - د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي (کيڼ لور) د سپتمبر په ۲۹مه د مسکو فارمت په غونډه کې انځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، ويلي دي چې د اتریش په پلازمينه ویانا او د بریتانیا په لندن کې ېې د افغانستان قونسلي خدمات تر راتلونکې خبرتيا پورې ځنډول شوي دي.

بلخي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۸مه) په دې ارتباط د یاد وزارت يوه خبرتيا پر خپلې ايکس يا پخواني ټويټر پاڼې خپره کړې چې په هغې کې هغو اروپا ميشته افغانانو ته چې په لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونو ته مراجعه کوي، خبرداری ورکړل شوی چې سر له ننه د دغو سفارتونو له خوا صادر شوي اسناد اعتبار نه لري.

د خبرتیا په یوه برخه کې راغلي: «د نه شفافیت او بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله کونسلي خدمات» د اکتوبر له ۸مې تر بلې خبرتيا پورې اعتبار نه لري.

د طالبانو د خارجه وزارت د خبرتیا پر اساس، سر له ننه، د یادو دوو سفارتونو له خوا د پاسپورټ تمديد او صدور، د ويزو صدور، د وثيقو او اسنادو تصدیق او صدور د اعتبار وړ نه بلل کیږي.

بلخي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت به ورته اقدام له نورو سفارتونو سره هم کوي، وویل هو، څرنګه چې دا د وزارت یو نورمال پروسيجر دی.

په تېرو ورځو کې په هالند او هسپانیا کې هم افغان سفارتونو د اعلاميو په خپرولو په کابل کې له طالب چارواکو سره د تعامل خبره کړې وه.

یاد آژانس زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضيا احمد تکل، د هالند اعلاميه د افغانانو د پرمختګ له پاره يو مثبت ګام بللی دی، چې پر وینا ېې ټول قونسلي خدمات یا سفارتي چاري به په کې کابل سره په همغږۍ ترسره کيږي. تکل وویل: «د کارمندانو، چارواکو او ديپلوماتانو تنخواوې او مصارف به د افغان حکومت له خوا ورکول کيږي.»

په بیجنیګ کې د افغانستان د سفارت ودانۍ چې د طالبانو بېرغ په کې لګول شوی دیانځور: NOEL CELIS/AFP/Getty Images

رپوټ زیاتوي د افغانستان د اکثرو سفارتونو او قونسلګریو پرسونل د افغانستان د پخواني حکومت پر وخت ټاکل شوي کسان دي او شاوخوا لس ېې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د نړېوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په ۲۰۲۱م کال کې د دغې ډلې تر بیا واکمنېدو راوروسته يو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل ديپلوماتيک ماموریت حفظ کړی دی؛ لکه: پاکستان، ترکیه، قطر او چين.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال په مارچ میاشت کې ويلي وو چې طالبانو تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل دېپلوماتان استولي او هڅې روانې دي چې له هېواده بهر نور ديپلوماتيک ماموریتونو مسئولیت هم واخلي.

mks/aa(AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل