1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په پنځو ولایتونو کې ۳۴ امنيتي ځواکونه وژلي دي

۱۳۹۸ فروردین ۹, جمعه

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د طالبانو په بريدونو کي۳۴ امنيتي ځواکونه او دوه ملکيان د طالبانو په بريدونو کي وژل شوي دي.

Afghanistan Explosionen in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د طالبانو دغه بریدونه په داسې حال کې کیږي چې دغه ډله اوسمهال له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې د یوه توافق په هکله په مذاکراتو بوخته ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي چې د دې ولایت د مرکز غزني ښار په دوو سیمو کې د طالبانو په جلا جلا بریدونو کې ۱۵ تنه پولیس سرتیري وژل شوي دي.

بل لوري ته د بدخشان د ولایتي شورا چارواکي بیا په دې ولایت کې د اوو پولیسو د وژل کیدو خبره کوي. د ولایتي شورا د غړو د معلوماتو پر اساس طالبانو د دې ولایت په ارغنج خواه ولسوالۍ کې له تیرې پنجشنبې ورځې راهیسې شاوخوا ۴۰ پوليس محاصره کړي دي.

بل لوري ته په هلمند ولایت کې چارواکي وايي چې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید لږ تر لږه پنځه پولیس وژلي دي.

د زابل ولایت چارواکي بیا په دې ولایت کې د اوو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې د طالبانو په برید کې اته نور پولیس ټپیان دي.

له لغمان څخه رارسیدلي خبرونه وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو د یوه راکټي برید په پایله کې دوه ملکیان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په درو ولايتونو کي د بريدونو پړه پرغاړه اخيستې ده.

(ms/nz (rtre

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب