1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په پکتيا کې شپږ خبريالان برمته کړي دي

۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبه

طالبانو په پکتيا ولایت کې شپږ خبريالان برمته کړي دي. طالبانو او حکومتي چارواکو د دغې پيښې پخلی کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې افغان رسنيو ته ګواښ کړی وو که د دوي ضد تبليغاتو له خپرولو ډډه ونه کړي، په نښه به شي.

Symbolbild Taliban
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د رويټرز خبري آژانس په حواله، دغه خبريالان د حکومتي او غیر حکومتی رسنيو کارکونکي دي او د جمعې په ورځ هغه مهال د طالبانو له ځانه سره بوتلل چې په ګاونډي ولایت پکتيکا کې په يوه رسنيز ورکشاپ کې د ګډون په موخه ياد ولايت ته په لاره ول.

د پکتيا د والي يوه وياند عبدالله حسرت وويل: «موږ هڅې پیل کړي تر څو طالبانو سره د دغو کسانو د خوشې کولو په موخه خبرې اتري وکړو.» دطالبانو يوه وياند هم منلې ده چې د دوي جنګياليو شپږ تنه خبريالان برمته کړي دي، خو هغه زياته کړې چې دغه کسان به ژر خوشې شي.

د يادو خبريالانو په اړه ويل شوي چې په پښتو او درې ژبو يې راډيويي او تلويزيوني خپرونې جوړوي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو ویاند بولي، وويل: «هو، زموږ مجاهدينو (جنګياليو) په تيروتنې سره هغوی برمته کړي دي.»

هغه زياته کړه: «حاضردمه موبايلونه کار نه کوي، خو زموږ د ځايي قومندان سره د اړيکې نيولې سره سم به هغوی بيرته خوشې شي.»

افغانستان په ۲۰۱۸م کال کې د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناک هیواد وو. د ژورنالستانو له حقونو څخه د دفاع سازمانونه وايي چې تيرکال په دغه هيواد ۱۳ خبريالان وژل شوي ول.

د روان کال په جون مياشت کې طالبانو افغان رسنيو ته ګواښ کړی وو، که چيرته رسنۍ د دغې ډلې خلاف تبيلغاتو خپرولو څخه لاس وانخلي خبريالان به يې په نښه کړي.

طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې د طلوع تلويزيون د کارکونکو پر عملې موټر باندې ځانمرګی بريد ترسره کړی، وو چې په پایله کې يې د دغې شبکې ۷ تنه کارکونکي وژل شوي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل