1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کابل او مزار شریف کې مخابراتي شبکي بندي کړي دي

۱۴۰۲ مرداد ۶, جمعه

په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو تنظیمونکې ادارې (اترا) تاییده کړې ده چې په کابل او مزار شریف کې مخابراتي شبکې بندي کړای شوي دي. نوموړي د دې کار دلیل د عاشورا مراسمو د امنیت ساتل بللی دی.

Afghanistan  Muharram, der Trauermonat der Schiiten in Kabul
انځور: DW/G. Adeli

نن جمعه د زمري میاشتې ۶ چې د محرم له لسمې او د عاشورا له ورځې سره سمون خوري، طالبانو د افغانستان په پلازمېنه کابل او مزار شریف ښار کې مخابراتي شبکې او د گرځنده تلیفونونو انټرنټ بند کړی دی.

د اترا ادارې مسئولین وایي چې په کابل او مزار شریف کې د جمعې ورځې له سهار ۶ بجو څخه د همدې ورځې د ماښام تر ۸ بجو پورې د عاشورا د مراسمو د تامین په خاطر مخابراتي شبکې بندي کړي دي.

د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې د ویاند جلال شمس دویچه ویله ته په دغو دوو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو په بشپړ ډول قطع کیدل تائید کړي دي. هغه وویل: «د دې پریکړې دلیل په دغو دوو ولایتونو کې د عاشورا مراسمو د امنیت تامین و او احتمال لري چې مخابراتي خدمات د جمعې ورځې د ماښام له اتو بجو مخکې بیرته فعال شي.»

د اترا ادارې ویاند وویل چې د وای فای له طریقه انټرنټي خدمات فعاله دي او د دغو دوو ښارونو اوسیدونکي کولی شي چې خپلې ستونزې حل کړي. دویچه ویله د کابل په څلورو ناحیو کې له څو تنو اوسیدونکو سره تماس ونیوه، خو تلیفونونو یې کار نه کاوه. تیر کال هم طالبانو د محرم په لسمه تلیفوني او انټرنټي خدمات قطع کړي ول.

په افغانستان کې د عاشورا مراسم په ویره کې ترسره شول

د کابل په لویدیځ کې د عاشورا له عزادارانو سره د طالب ځواکونو چلند، په ټولنیزو شبکو کې له تندو غبرگونونو سره مخامخ شوی دی.

د مدني ټولنې فعاله راحله تلاش، په دې اړه وایي چې طالبان له دې اقدام سره غواړي په ټولنیزو شبکو کې د خلکو د ستونزو د خپریدو مخه ونیسي.

اغلې تلاش وویل: «طالبان له هرې لارې کوښښ کوي، څو خلک خپلې ستونزې د نړیوالو تر غوږونو ونه رسولی شي. د مخابراتي شبکو بندول د دې سبب کیږي چې دغه ډله هر کار چې ترسره کوي یې خلک یې په اړه اطلاع و نه لري».

غزنفر عادلي: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل