1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کابل کې د جاپانۍ رسنۍ خبريال نيولى دى

۱۴۰۲ بهمن ۱, یکشنبه

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې د جاپان د کیوډو خبري اژانس سیمه ییز خبریال احسان اکبري د طالبانو له خوا نیول شوی دی. د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان د یاد خبریال د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

Mexiko Journalistenmorde Symbolbild
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د اکبري ورور د یکشنبې په ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ډلې سره په خبرو کې ویلي : «دغه خبریال د چهارشنبې په ورځ ونیول شو او وروسته د طالبانو د استخباراتو له خوا د نوموړي  لپ ټاپ، کامره او موبایل ټیلیفون هم ضبط شول.»

د رسنیو د ملاتړ د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې دا درېیمه ورته پېښه ده.

 دوه نور افغان خبریالان هم د لنډ وخت لپاره توقیف شوي ول. خو وروسته په ضمانت خوشي شول.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، د خبریالانو «ډلېز نیول» په افغانستان کې د رسنیو په ټولنه کې وېره او سانسور ډیر کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له  بیرته واک ته د رسیدو راهیسې، دغې ډلې په هیواد کې پر رسنیو یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، لسګونه خبریالان له  دغو بندیزونو د سرغړونې په تور په موقتي ډول نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت شوې دي.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

30:50

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل