1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبانو په کندهار کې څلور تنه د «لواطت» په تور په دُرو وهلي

۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبه

د طالبانو د ادارې سترې محکمې ویلي دي چې په کندهار کې یې څلور تنه د «لواطت» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. محکمې زیاته کړې چې هر یو د دغو کسانو ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
آرشیف انځور: په کابل کې د طالبانو مامورینانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې هر یو له دغو کسانو څخه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزایي دیوان له خوا د لواطت په تور په ۱۸ میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کسان د کندهار د مرافعه محکمې په احاطه کې دننه د مسئولینو، مراجعه کوونکو او د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په موجودیت کې په دُرو وهل شوي دي.

طالبانو یو وار په افغانستان کې د واک تر نیولو وروسته په تیرو دوو کلونو کې د خلکو په عام محضر کې د تورنو کسانو د فزیکي مجازاتو عملي کول پیل کړي دي.

دغې ‌ډلې واک ته تر بیا ځلې رسیدو وروسته تر اوسه پورې سلګونه سړي او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې او د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي او دوه تنه یې قصاص کړي هم دي.

نړیواله ټولنه او د حقوقي چارو شنونکي قانوني محکمې او مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجازات کول غندي او دا کار د بشري حقونو سره په ټکر کې بولي.

خو طالبان د دغو غبرګونو هیڅ پروا نه کوي او د خپلې رهبرۍ د امر په منلو سره، په عام محضر کې د تورنو کسانو په دُرو وهل او اعدامول اجرا کوي.

 آژانسونه: ش.ن/خ.ح

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

31:07

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب