1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په کندوز کي ۲۰ عسکر او پوليس وژلي دي

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د کندوز د ولايتي شورا غړو ويلي دي چي د وسله والو طالبانو په دوو بريدونو کي ۲۰ عسکر او پوليس وژل سوي دي. طالبانو ويلي ول چي دوی به پر افغان امنيتي ځواکونو باندي بريدونو ته دوام ورکړي.

Afghanistan Selbstmordattentat während andauernder Kämpfe in Kundus
انځور: picture-alliance/dpa/Bashir Khan Safi

د کندوز د ولايتي شورا غړو فوزيې يفتلي او صفي الله اميري د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو په دوو بريدونو کي د افغان امنيتي ځواکونو ۲۰ غړي وژلي دي.

دوی ويلي دي چي په کندوز کي د افغان امنيتي ځواکونو پر يوې پوځي اډې په بريد کي ۱۶ عسکر وژل سوي دي او په يوه بل بريد کي بيا ۴ پوليس وژل سوي او يو بل ټپي سوی دی.

څو ورځي مخکي د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ تړون لاسليک سو، چي له مخي به ئې د راتلونکي کال د اپريل مياشتي تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وزي. او طالبان بيا پر نورو سربيره له افغان حکومت سره د سولي خبري اتري پيلوي.

د دغه تړون د لاسليک يو شرط دا وو چي د تړون تر لاسليک مخکي به يوه اوونۍ زورزياتی کميږي. دغه موده د تيري جمعې په ورځ په رسمي توگه پای ته ورسېده او طالبانو بيرته پر افغان امنيتي ځواکونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړ.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چي په بين الافغاني خبرو کي تر جوړجاړي پوري به پر افغان امنيتي ځواکونو باندي خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

طالبانو ويلي دي چي د تړون له مخي بايد د بين الافغاني خبرو تر پيليدو پوري بايد د دوی ۵۰۰۰ بنديان آزاد کړل سي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف ټينگار کړی دی چي د طالب بنديانو د آزادېدو په برخه کي دوی امريکا متحده ايالاتو ته کوم ژمنه نه ده ورکړې.

(N.Z/B.S(dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل